سلايډ (فيچر) نظر

ویښ ذهنونه

ډاکټر فیض محمد ځلاند

ويښ ذهنونه ( Ignited Minds) د هند د پخواني ولسمشر، نړیوال مشهور ساسنپوه لیکلی شوی کتاب دی، چې تر دې دمه څه دپاسه یو میلیون چاپ او خپور شوی دی. عبدالکلام د هندوستان په سیانسي پرمختگ، هوسیاینې اوځان بسیاني پلار گڼلی کیږي، له همدې امله یې د ډېر درناوي له امله د هند د ولسمشر په توگه وگمارل شو. وېښ ذهنونه د هندوستان د ځوانانو په وړتیا خبرې کوي، دا کتاب قدرمنو محصلینو او ځوانانو ته اړین دی چې ویې لولي. کتاب د موضوعاتو له مخې په نهو څپرکو ویشل شوی دی:

خوب او پیغام

موږ باید  د نورو لپاره ښه بېلگه اووسو.

ځيرگ ښوونکي او ساینسپوهان

له صوفیانو او روحانیونو زده کړه

هېوادپالنه له سیاست او مذهب څخه غوره

علمي ټولنه

د ځواکونو یو ځای کېدل

د نوي سیمه‌ییز حکومت رامنځته کول

له خپلو هېوادوالو غوښتنه

عبدالکلام کتاب د خپلو تجربو، زده کړو او سفرونو غوړچان وړاندې کړی دی، له دې امله هم کتاب لوستل مهم دي چې د یو ستر، بریالي انسان د ژوند له تجربو مو خبروي. ازاد په دې باور دی چې خوب په فکر بدلیږي، فکر په نوښت او عمل. خوب د پرمختگ او سوکالۍ اساس دی. ازاد خپل ژوند ټول د انسان د هوساینې په اړه په فکر او کار کې تیر کړی دی. هغه د هندوستان گوټ، گوټ ته تللی چې ځوانانو کار، زیار او پرمختگ ته وهڅوي. ازاد د هېوادونو د پرمختگ پړاوونو د انسان د پرمختگ له څلورگونو پړاونو سره تړلی گڼې:

د ورزش پړاو

د جگړې او ټکر پړاو

د تدبیر او فکر پړاو

د روحانيت پړاو

ډاکټر عبدالکلام په دې باور دی چې له جگړې وروسته یا له خپلواکۍ اخېستلو وروسته هېوادونو د ورزشي فعالیتونو، د خپلو غړو د پرمختگ او ځان جوړونې مرحله خپلوي، کله چې لږ په ځان بسیا شي، د ټکرونو او مخالفتونو سره مخ کیږي چې باید حل ته یې جدي پام وکړي، په همدې مرحله کې تدبیر او فکر ته اړتیا لري چې باید د ځانگړو لنډمهالو، اوږدو مهالو موخو په ټاکلو له دې مرحلې تېر شي، کله چې دا مرحله یو دولت/ملت په ښه توگه ترسره کړي نو د ارامۍ مرحله یې پیلیږي چې د روحانیت او له رب سره د تړاو مرحله ده چې دولتونه/ملتونو باید له خپل خالق سره د اړیکې د ټینگولو لور ته متوجه شي.

ډاکټر عبدالکلام پخپل ژوند کې ځکه د نمونې او مثال وړ دی چې پخپل لنډ ژوند کې د هندوستان هېواد او ملت لپاره ستر پرمختگونه او ویاړونه تر لاسه کړي دي. هغه د هندوستان د هستوي پرمختگ، د اټومي وسلو او فزیک د خپلولو محور گڼل کیږي. نوموړی د هندوستان د اتومي وړتیا پلار بلل کیږي، هغه په دې باور و که غواړئ نور پرمختگ ته وهڅوي باید ځان ورته مثال وگرځوي. د دې تر څنگ ډاکټر عبدالکلام د هندوستان تاریخ، پرمختگ او ملي سټې ښې پیژندلي، هغه پخپلو خبرو او کتاب کې د هندوستان د سترو هستېو گڼ مثالونه وړاندې کړې دي، د هغوی له ویاړ ډک ژوند یې د مثال په توگه د ځوانانو هڅوونې ته وړاندې کړی دی. هغه د ځوانانو د روزنې لپاره درې اړین کسان بیان کړې چې د پرمختگ د مثلث نوم یې ورته اخیستی دی:

مور

پلار

ښوونکی

ازاد د پورته درېو کسانو وجود، مثال او هڅووني د ځوانانو د شخصیت جوړوني او پرمختگ په برخه کې تر ټولو نورو توکو مهم گڼي.

د دې تر څنگ ازاد په دې باور دی چې د پرمختگ لپاره د خوب تر څنگ زړورتیا هم اړينه ده. ډاکټر عبدالکلام وایي ډارن کس پرمختگ نشي کولی، ځکه زړورتیا تاسو ته د پرمختگ اساس جوړوي، د زړوریتا له لارې تاسو کولی شي د خپل ژوند ناکامۍ د تجربو په توگه د نورو په مخ کې کیږدي. د زړورتیا لپاره هغه په دې باور دی چې موږ باید سترې موخې و ټاکو، ځکه موخې د ذهن د بیداریدو سبب گرځي.

د پورته درې واړو د پیدایښت لپاره، عبدالکلام ښوونځي او پوهنځي حتمي گڼي. عبدالکلام وایې چې ښه خلک، ښه مشر او ښه کار کوونکي په ښوونځیو او پوهنځیو کې روزل کیږي، جوړیږي او رامنځته کیږي. هغه ځوانانو ته په لاندې توگه نصحیت کوي:

تل ریښتا وایئ، پخپله ژمنه وفا کوئ، زحمت او خواري کوئ، په خلکو ظلم مه کوئ او له ناوړه کارونو ځانونه وژغورئ. عبدالکلام وایې دا ټول د پیغمبر علیه صلام احادیث دي، د اد هغه د ژوند پندونه دې چې نن د نړۍ او د ځوانانو د پرمختگ ضمانتونه دي. د هېوادپالنې په اړه د عبدالکلام باور دا دی چې هېواد پالنه له سیاست او مذهب پورته ده. عبدالکلام وایې چې د لویو انسانانو  لپاره مذهب د ملگرتیا پاللو وسیله ده، واړه خلک مذهبي توپیر د جگړې او تاوتریخوالي لپاره کاروي، دې اړوند هغه یوه ښکلې کیسه کتاب کې ذکر کړې ده. عبدالکلام د ملت جوړوني او یووالي  لپاره درې لاندې ذکر شوي لاملونه مهم  گڼي:

  • پخپلو بریالیتوبونو ټولنیز ویاړ

  • یووالی

  • د گډ کار کوولو وړتیا

عبدالکلام په دې باور دی چې د پورته درېو ځانگړنو له مخې هندوستان نن د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی، هغه وایې که هندوستانیان همدې کړنو ته ادامه ورکړې د نړۍ تر ټولو پرمختللی هېواد به شي. عبدالکلام ځوانان د پوهې ترلاسه کولو ته هڅوي، هغه په دې باور دی چې پوهه داسې کلا ده چې د ښمن یې د ویجاړولو توان نلري. عبدالکلام په دې باور دی چې پوهه نه یواځې په ښوونځیو او پوهنځیو کې تر لاسه کیږي بلکې له دودونو، تاریخ او کلتور څخه هم پوهه تر لاسه کېدای شي. عبدالکلام دا هم موږ ته وایې چې د پرمختگ لپاره درې توکې لازمي دي:

  • د خلکو زیار

  • د خلکو د خوښیو لپاره کار کول

  • بخت

پورته درې واړه توکې د وایپرو مشر عبدالکلام د کرناټک د سیمې د پرمختگ اساسې توکې بیان کړې دي. د دې ټولو توکو تر څنگ عبدالکلام په دې باور دی چې کلک هوډ مو له نهیلۍ ساتي. ننگوونې د عبدالکلام په ژوند کې د پرمختگ اصلي رازونه ول، عبدالکلام وایې چې له ننگوونو سره پرمختگ او هڅوونه رامنځته کیږي، له دې امله هغه ځوانانو ته وایې چې له ننگوونو څخه مه ویریږئ، بلکې ننگووني د پرمختگ فرصتونه وگڼي. په پای کې عبدالکلام د فکر او تخیل په ځواک غږیدلی چې د بایلونکی او گټوونکي انسان ترمنځ یې سرحد گڼي. دا کتاب له نیکه مرغه په پښتو کې ( ویښ ملت) تر عنوان لاندې ژباړل شوی، بازار کې پیدا کیږي، لوستل یې هر ځوان ته لازمي دي.

درناوی

وروستي

زېرمتون