افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

پر مشورتي لويې جرگې د کارپوهانو او سياستوالو نيوکې

په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه د سولې مشورتي جرگې په رابللو يو شمېر سياستوالو او کارپوهانو نيوکې کړي دي.

د ملي يووالي حکومت اجراييه ر ييس عبدالله عبدالله، چې د پنځوس سلنه واک گډونوال بلل کيږي، له روانې مشورتي جرگې سره مخالفت ښوولی، همدارنگه د جمعيت اسلامي اجراييه رييس عطامحمد نور، د ولسمشريزو ټاکنو اتو ټيمونو  او طالبانو له دې جرگې سره مخالفت ښوولی او دا يې د ولسمشر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين او واک غځولو هڅه بللې ده.

د سياسي چارو کارپوه حاجي سيد داود هم وايي، چې لويه مشورتي جرگه يوازې د ولسمشر غني د واک غځولو او ټاکنيز ټيم په گټه تمامېدای شي، خو د سولې په برخه کې به کومه لاسته راوړنه ونه لري.

د حاجي سيد داود په وينا ولسمشر غني هڅه کوي، چې د روانې جرگې له لارې امریکا، سياسي مخالفينو او طالبانو ته وښيي، چې د  هېواد اکثريت د ده ملاتړ کوي، خو امریکا او د سيمې هېوادونه له دې جرگې سره مخالف دي او پر پایلو به يې باور ونه کړي.

د سياسي چارو شنونکی انتظار خادم، د کابل پوهنتون استاد او د چارو شنونکی فیض محمد ځلاند هم وايي، چې د جرگې په دايرېدو پنځه ميلونه ډالر يوازې د ټاکنيز کمپاين په موخه لگېدلي او د سولې په برخه کې به کومه لاسته راوړنه ونه لري.

خو د سولې مشورتي جرگې د جوړوونکي کميسيون مشر  عمر داودزي د جرگې له مخالفينو غوښتي، چې په دغه جرگه کې  گډون وکړي او د سولې په اړه خپل دريځ په جرگه کې څرگند کړي.

د سولې مشورتي جرگې رييس استاد عبد رب الرسول سياف هيله څرگنده کړې، چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله او يو شمېر نور چارواکي او سياستوال به د جرگې په وروستۍ برخه کې گډون وکړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې حکومت به د سياسي مخالفينو په قايل کولو وتوانيږي که نه؟

طالبانو هم په خپله رسمي اعلاميه کې له دغې جرگې سره مخالفت ښوولی او دا يې د ولسمشر غني  له لوري د واک غځولو او خلکو غولولو هڅه بللې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون