افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرې پر څلورو او که دوو موضوعاتو راڅرخي

د افغانستان روان اتلس کلن بحران د پای ته رسولو لپاره د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو شپږمه ناسته له یو شمېر هيلو سره پيل شوې ده.

په تېره پنځمه ناسته کې دواړو لوريو د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا په گډون د نورو هېوادونو پر ضد  نه کارولو په موضوع ځينې  مهم پرمختگونه کړي وو.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځينو سرچينو ويلي، چې دا ځل به د امریکا او طالبانو ترمنځ په څلورو موضوعاتو خبرې وشي.

  • د بهرنيو پوځيانو وتل
  • د افغانستان خاوره د امریکا په گډون د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول
  • د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات پيلېدل
  • اوربند

امریکايي رسنۍ وايي، چې دا ځل د امریکا او طالبانو خبرې تر ډېره هيله بښونکې او  په لوړه کچه دي.

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد له خپل پلاوي سره دوحې ته رسېدلی او تېره ورځ يې هلته د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي وو.

طالبانو له دغې ناستې وروسته رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي و، چې ملا برادر زلمي خلیلزاد ته ويلي، لومړی بايد د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امريکا او متحدينو پر ضد نه کارولو موضوع بشپړه شي.

د ويناپاڼې له مخې ملا برادر ټينگار کړی، چې د يادو دوو موضوعاتو له بشپړېدو وړاندې د نورو خبرو پيلول بې گټې دي.

زلمي خلیلزاد هم په کابل کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې دی هڅه کوي، له طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو او اوربند خبره وکړي، خو هغه زياته کړې وه، چې طالبان لا هم  ټينگار کوي، چې  لومړی بايد د بهرنيو پوځيانو د وتلو موضوع يو اړخيزه شي او ورپسې  په نورو موضوعاتو خبرې وشي.

طالبان وايي، چې امریکا سره  يوازې د بهرنيو پوځيانو په وتلو خبرې کوي او تر  هغې وروسته له افغان لوري سره په داخلي  چارو خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې شونې ده، له امریکايي پلاوي سره دا ځل د بهرنيو پوځيانو د وتلو په موضوع کې ځينو نوي پرمختگونه وشي او دواړه لوري دغې ناستې ته هيله‌من دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون