لوبې

ایرلینډ له پیاوړې لوبې وروسته انگلینډ څخه ماتې وخوړه

د ایرلینډ او انگلینډ ترمنځ یوازینۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د انگلینډ په بریا پای ته ورسېده. ایرلینډ دغې لوبې کې په څلورو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انگلینډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. لوبه تر پیلېدو وړاندې یوې مودې لپاره وځنډول شوه چې له دغه ځنډ وروسته دغې لوبې کې د اورونو شمېر ۴۵ وټاکل شو.

ایرلینډ ۴۳٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۸ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.

ایرلینډ لپاره پاول سټرلېنگ په ۴۴ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۳ او اډایر په ۳۰ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

انگلینډ لپاره پلنکېټ ۴، کیورن ۳ او ارچر، عادل رشید او ډېنلي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ هم چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو فوکس او کیورن ملگرتیا دغه لوبه د انگلینډ په بریا پای ته ورسوله. انگلینډ ۴۲ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره فوکس په ۷۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۱ او کیورن په ۵۶ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

ایرلینډ لپاره جاش لېټل ۴، ټېم مورټا او رنکېن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون