افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد: امریکا د سولې لپاره د وسلې کېښودو ته چمتو ده

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د ا مریکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره بايد ټولې خواوې له جگړې لاس واخلي او هېواد يې هم چمتو دی، چې وسله پر ځمکه کېږدي.

خلیلزاد په خپل ټویټ کې ویلي، چې د سولې هر بهير په پایله کې ټولې غاړې وسلې پر ځمکه ږدي او د دې موخې  ترلاسه کولو لپاره ټولې غاړې د مسوولانه گام اخیستو مسووليت لري او هېواد يې  چمتو دی، خپله وسله پر ځمکه کېږدي.

نوموړي وړمه ورځ په يوه ټويټ کې ويلي و، چې له طالبانو يې په ټينگه غوښتي، چې نور د جگړې پای ته رسېدو او وسلې کېښودو وخت راغلی دی.

د خلیلزاد د يادو څرگندونو په غبرگون کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې دوی وسله پر ځمکه نه ږدي او خلیلزاد بايد امریکايي چارواکي په دې وپوهوي، چې نور افغانستان کې د زور کارول بې گټې دي.

خلیلزاد دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې، چې د قطر پلازمېنې  دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو روان دی او دواړه لوري دې خبرو ته تر ډېره هيله‌من دي

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون