سلايډ (فيچر) نظر

کامیابه جرگه؟

ډاکټر فیض محمد ځلاند

جرگه د افغان ملت له ملي ارزښتونو څخه یوه ده چې د تاریخ په اوږدو کې پرې افغان ملت مهمې کشالې  حل کړي، ستر نور ملي ارزښتونه ( ملي حاکمیت، خپلواکي، اساسي قانون، بهرنی سیاست، د ملت جوړوني او دولت جوړونې سرې کرښې ) یې پرې ساتلي دي. همدا گډ ارزښتونه د ملت جوړونې ستنې او اساسات گڼل کیږي. په تېرو اتلسو کلنو کې زموږ گڼ ملي ارزښتونه د مختلفو بهانو/پلمو په پار تر پښو لاندې شوي دي. لکه د ډیورند کرښه باندې اغزن تار تېر شو، تورخم دروازه شوه، زموږ هوایي او ځمکنی حریم د پردو تر ولکې لاندې پاتې شو، افغان دښمن په ډېرې مکارۍ سره ورو، ورو د افغان نظام ارزښتونه سپک کړل، کمزورې کړل او دا دی د یو ستر ملت د را پرځولو، غورځولو او لوټلو پلان ته یې په بریالیتوب کار وکړ.

افغان جگړه له پیله، له تېرو اتلسو کلنو راهیسې افغانۍ جگړه نه وه. د ترهگرۍ نړیواله جگړه باید د گران افغانستان تر سرحدونو/پولې پورې محدوده نه وای پاتې شوي، لکه څنگه چې د دې جگړه شعار او عنوان د نړیوالي ترهگرۍ ((War on Global Terror خلاف د جگړې و، دارنگه باید دا جگړه د نړۍ هر گوټ ته چې ترهگر په کې پټنځایونه لرې غځیدلي وای، د القاعده مشر په ایبټ اباد کې پیدا شو، خو نړۍ په اسلام اباد، کراچۍ او لاهور بمبارد ونکړ؟؟ خو د پاکستاني طالبانو په بهانه یې د پښتنو په سیمه، شمالي او سویلي وزیریستانونو بیدریغه بمبار وکړ؟ ولې؟؟؟

موږ په تېرو اتلسو کلنو کې کله هم په دې جرگه نشو چې روانه جگړه کې افغانان د چا او څه د پاره قرباني ورکوي؟ طالبان څنگه ورځ  تر بلې غښتلي کیږي او د حکومت په نامه د کابل اداره کمزوري کیږي؟ موږ په دې هم جرگه نشو چې نړۍ ولې زموږ جومات، ښوونځی، مدرسه، روغتون، کلی او بانډه بمباروي خو زموږ د دښمن ښار، کلی، گودر رغووي؟ موږ په دې هم جرگه نشو چې د افغان نظام د ستنو د کاواکه کولو کوښښ ولې کیږي، ولي د افغانستان اوجود ته قبیلوي او افغان هویت ته په رڼا ورځ سپکاوی کیږي؟

تر څو چې موږ د پورته او گڼو ورته نورو پوښتنو ځوابولو ته سره جرگه نشو نه موږ جگړه گټلی شو، نه سولې ته لار پیدا کولی شو.

اشرف غني چې له عبدالله سره د افغان نظام، اساسي قانون او د ولس د رایو خلاف واک شریکاوه، ایا جرگه یې پرې وکړه؟ کله یې چې په تېرو پنځو کلنو کې خپله کابینه تکمیله نشوای کړای، د کابل ښاروال يې ونشو گمارلی، ایا په دې اړه یې له ولس سره جرگه وکړه؟ په تېرو پنځو کلنو کې د د پنځه څلویښت زره افغان ځوانانو ( د اردو په لیکو کې د سرتیرو) قربانۍ یې ورکړې، ایا د دې قربانیو په پایله له ولس سره جرگه شو؟ د دې سرتېرو له کورنیو سره جرگه شو؟ کله چې پنجاب په ځغرده په کنړونو، ننگرهار، سپین بولدک، انگوره اډه او دا دی اوس په خوست یې بمبار، راکټونه وورول، غني له ولس سره جرگه شو چې په دې اړه څه وکړو؟ کله چې غني اساسي قانون سپک کړ، تر پښو لاندې یې کړ، د اساسي قانون په تغیر، تعدیل یې له ولس سره جرگه وکړه؟ د ولسي جرگې د ټاکنو په ناکامو پایلو، درغلیو او فساد یې له ولس سره جرگه وکړه چې دا ملي ستونزه به څنگه حلوو؟

د پورته ټولو او دارنگه د سلگونو نورو ملي مسایلو په وړاندې دغني او عبدالله د کړنو د ارزونو وروسته به همدا یو ځواب  تر لاسه ک ړې چې ( نه) هیڅکه هم نه. نو بیا کومه لویه ستونزه رامخته شوه چې غني د سولې اړوند مشورتي جرگه را وبلله؟

ایا د سولې په اړه په افغان ولس کې ویشلی فکر، دریځ موجودی دی؟ ایا څوک د افغان سولې خلاف دي؟ د افغان سولې اړتیا خو د غني او عبدالله د گډ حکومت له پیله محسوسیږي، نن کومه داسې انگیزه را وټوکیده چې غني دیته اړ شو چې حتی د عبدالله د مخالفت سربېره یې د بیچاره، غریب افغان له بیت الماله د پنځه میلیونه ډالرو په مصرف جرگې ته مخه کړه. د دې پښتنو ځواب په ژوره توگه د غني له واک سره د بیحده شوق، ځانخوښۍ له ناروغۍ او د افغان نظام د سپکولو او ماتولو له هیلو سره تړلې ده.

افغان سوله:

امریکا د اتلس کلنې جگړې په پایله کې دې نتیجې ته ورسیده چې افغان جگړه نوره باید پای ته ورسیږي، په دې مانا چې، امریکا نور خپلې گټې په افغان جگړه کې نه بلکې په افغان سوله کې لټوي، چې دا په ښکاره په دې مانا ده چې امریکا نور په افغانستان کې خپل پارټنر ( د غني او عبدالله) حکومت بدلوي، پر ځای یې بل پراخ بنسټه حکومت چې طالبان به یې برخه وې، رامنځته کول غواړي، دا حکومت به کم تر کمه د رواني جگړې موجوده د تاوتریخوالي کچه را کمه کړې، افغانان به په نسبي سوله کې ژوند وکړې او بالاخره به د ترهگرۍ د نړیوالي جگړې تر شعار لاندې د افغان ( پښتون) وژنې جگړې ته د پای ټکی کیږدي.

خو غني سره د دې فکر او اندیښنه نسته، بلکې غني سره په واک کې د پاتې کیدو، د تدارکاتو د چور او تالان فکر دی، له دې امله یې په داسې یوه ټولمنلي خبره چې افغان سولې ته اړتیا سته که نه ؟ کابل یوه اونۍ تړلی وو. د جرگې اقتصادي، سوداگریزي او ټولنیز تاوان څو سوه میلیونه ډالره یا زرگونه میلیونه افغانیو ته رسیږي، هغه به سوداگرو او افغان مظلوم ولس ته پریږدو، خو د دې جرگې سیاسي تاوان ته باید نغوته وکړو.

د جرگې تر شا د غني اراده:

 

غني د داسې جرگې د پای وینا په ولوله خیز اندازه وکړه چې د غني او عبدالله ترمنځ یې سوله ونشوای کړای. استاذ سیاف په لومړې ورځ د جرگې وویل چې هغه کسان چې نن په جرگه کې گډون نلري، جرگه یې تحریم کړې هغوی به د جرگې د پای په ورځ حاضر شي، یو هم حاضر نشو. په څه مانا، جرگې حکمتیار صیب ونشو هڅولی چې په جرگه کې گډون وکړي، د چا په اړه چې غني غریب په جار، جار وایې چې حکومت سوله ورسره وکړه، د ځان ستره لاسته راوړنه یې گڼي، نو چې د غني را بلل شوې جرگه داسې ډله چې حکومت ورسره د سولې د هوکړې دعوه لري، په کابل کې اوسیږي، ولسمشرۍ ته نوماند دی، سیاسي هلې ځلې کوي، نشي هڅولي، هغه نشي حاضرولی، نو طالبان چې اتلس کاله کیږي د حکومت او نړیوال ملاتړو په وړاندې یې وسلواله جگړه کړې هغه به څنگه وهڅولی شي؟؟؟

د جرگې په اړه دا پوښتنه هم مهمه ده چې جرگه د ملي وحدت حکومت نه ده رابللي ځکه عبدالله یې مخالف و، بلکې جرگه یواځې غني را بللي؟ ولې غني جرگه را بللي، دا پوښتنه ډېره مهمه ده.

د دې پوښتنې گڼ ځوابونه دې:

تر ټولو مهمه یې دا چې غني له واک سره لیونۍ مینه لري، غني او ډله یې په واک کې د پروژو، پیسو، کیسو داسې لیوالتیا لرې چې د افغان تاریخ د تکرار بیلگه یې گڼلی شو.

دویم: غني په دې وروستیو کې کور دننه او بهر بیحده، له هر بل وخته زیات منزوي شوی، حتی امریکا یې هم په خوله پیاز نه خوري، د انزوا څخه د راوتلو یوه نکامه هڅه یې د جرگې په رابللو کې پټه ده.

دریم:  دا چې غني ډېر ناکام، سیاسي ماشومان د سلاکارانو په نامه ځان سره ساتلي، دې سلاکارانو سپین ږیری غني په افغان تاریخ ، ولس او نړۍ کې بې کسه او سپک کړ، په وار، وار یې غلت کړ، د دې سلاکارانو په غوښتنه غني یو بل ملي ارزښت سپکاوي ته مخه کړه چې راتلونکی تاریخ به یې د افغان نظام په وړاندې دېوې دسیسې په توگه یادوي.

غني فکر کوي چې د جرگې له لارې به دی وکولای شي خپل انحصار (  Monopoly) د سولې په روان بهیر خوندې کړي، چې هېڅ امکان نلري، ځکه د سولې روان بهیر د افغان ولس د غوښتنې په اساس نه دی رامنځته شوی، بلکې د امریکا د ولس او حکومت په غوښتنه رامنځته شوی، امریکا د سولې د بهیر په وړاندې نه ده غني مشروعیت ته گوري نه به یې انحصار ته په درنه سترگه وگوري، بلکې کله چې د سولې په بهیر کې د امریکا گټې خوندې شي، غني به سره له ډلې هیر او تېر کړي.

په لنډو ټکو کې، غني یو ځل بیا د افغان نظام د ستنو د کمروزي کولو کوښښ وکړ، د سولې په وړاندې د خنډ د رامنځته کولو ناکامه هڅه وکړه، د بیت المال څخه یې بې ځایه استفاده وکړه او په لویه کې د خپلې انزوا د ژور والي څلور ورځنې ننداره وړاندې کړه.

درناوی،

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون