سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اردوغان: افغانستان کې تلپاتې سوله غواړو

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې د افغانستان بحران د پای ته رسولو په موخه د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او په دې اړه د مرستې لپاره چمتووالی ښوولی دی.

اردوغان د افغانستان له اجراييه مشر عبدالله عبدالله سره د ترکيې پلازمېنې انقره کې د ليدو پر مهال ويلي: «افغانستان او ترکيه تاريخي او پخوانۍ اړيکې لري او د افغانستان سوله د ترکيې ستره هيله ده.»

اردوغان په افغانستان کې د نوې پارلماني دورې د پرانيستو په اړه هم خوښي ښوولې او دا يې د ولسواکې لپاره ښه گام بللی دی.

د ترکيې ولسمشر ويلي، چې د جگړې ښکېلې غاړې بايد د روان بحران د پای ته رسولو او سولې راوستو په موخه مسوولانه گامونه پورته کړي.

اجراييه رييس هم د کابل او انقرې دوه اړخيزو اړيکو په شاليد او اړتيا خبرې کړي او د افغانستان سولې په برخه کې  يې د ترکيې د  هڅو ستاينه کړې ده.

دواړو مشرانو د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداگرۍ د زياتېدو په اړه هم غږېدلي او ژمنه يې کړې، چې  په دې برخه کې به نور عملي گامونه هم پورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون