سلايډ (فيچر) نظر

لویې جرگې چاته مشوره ورکړه؟

ابو حامد

لویه جر گه د افغانانو هغه دروند رسم او رواج دی چې د یما او جمشید له وخته آن تر اوسه پورې یې د افغانانو د لویو پریکړو او تصمیمونو لپاره یو معلوم لوری تعیین کړی دی. لویه جر گه د تاریخ په اوږدو کې همیشه د تصامیمو او پریکړو وسیله او ذریعه وه؛ لویه جر گه چیري هم د هسې بې ځایه او بې فایدو او یا خدای دې نکړې د یو چا لپاره د هغه د شهرت او یا د هغه د مطرح کیدو وسیله او ذریعه نه وه؛ او تر اوسه چې هم کله افغانان د لویې جر گې نوم اخلي؛ ذهن ته یې د یو لوی او عظیم کار د پریکړې کولو خبره راځي.

د افغانستان د نوي نظام د رات گ سره لویه جر گه یو ځل بیا د افغانانو د پریکړو ځای و گرځید او افغانانو د تیرو ۱۸ کالونو په اوږدو کې زیاتې لویې جر گې را وغوښتلې او د هغو څخه یې زیاته لویه  گټه هم پورته کړه چې دا اوسني موجوده نظام هم د ۱۳۸۲هـ کال د اساسي قانون د تصویبولو له لویې جر گې څخه خپل مشروعیت تر لاسه کړی دی. نو لویه جر گه تل د تصامیمو او پری گړو مرجع وه او ده، خو بد بختانه دا دویم ځل دی چې زموږ دا لوی او منل شوی رسم د پریکړو پر ځای د مشورو لپاره کاریږي، چې یو ځل په ۲۰۱۴م او بیا په دا تېره اونۍ کې د دوهم ځل لپاره لویه جر گه را وغوښتل شوه او د مشورتي لقب ورکړای شو. آیا د لویې جر گې سره د مشورتي مختاړی تړل او یا هم ورڅخه د مشورتي کارونو استفاده کول د افغانانو له دې مشهور او ځان گړي دود سره یو ظلم او یوه جفا نه ده؟ ځکه لویه جر گه د قاطعیت او پریکړې نوم ده، لویه جر گه چیرې هم په مشورو او هسي نظرونو څر گندولو باندې تمامه شوې نه ده. نو که یو څوک د لويې جر گې څخه د هغې خپل رعب او غرور له مینځه وړي حتماً ورته ظالم ویل کيږي.

راځم خپلې خبرې ته، هغه دا چې د روان کال د غوایې د میاشتې له ۸ نه تر ۱۲ پورې د کابل ښار د لویې جر گې میلمه و، او تقریباً ۳۲۰۰ نفرو ورپکې  گډون کړی و، په میډیا او رسنیو کې داسې ویل کیده چې هماغسې د پخوا په شان به یوه بله دودیزه لویه جر گه دایریږي؛ د شته مشکلاتو خصوصا د حکومت او د حکومت د مخالفینو تر مینځ به د سولې د را وستلو لپاره حل لاره معلومه وې او ملت ته به سوکالې را ولې. خو متأسفانه چې داسې څه ونشول. بلکې د دودېزې لویې جر گې نوم یې یوې کمپاینې غونډې ته ورکړی و. او په رېښتیا هم جر گه نه وه، بلکې یواځې کمپاین و. په نوموړې کمپاینې غونډه باندې ۵ میلیونه ډالر مصرف شول چې په اصل کې د  گډون والو په وینا د جر گې په پای کې هر  گډون کونکي ته ۲۲۰۰۰ نقدې افغانۍ ورکړای شوې؛ د ولایتي او ملې شورا غړو ته تر ۱۰۰۰۰۰ نقدو هم زیاتې پیسې ورکړای شوې دې.

جالبه خو یې داده چې ولسمشر رسمي او دده په تقنیني فرمان مقرر شوي تر ۲۰۰ پورې سلاکاران لري چې کابو تر ۲۵۰۰۰۰ زره افغانیو پورې معاشونه او د مهمانخانو او دسترخوانونو هم ځانته ډبل معاشونه اخلي خو بیا هم زمونږ بې چاره ولسمشر د یوې زیاتې وړوکې مسئلې لپاره چې آیا له طالبانو سره سوله وکړو او کنه؟ او که سوله وکړو نو په کومو شرایطو او اصولو یې ورسره وکړو؟ د مشورتي لويې جر گې په نوم غونډه په یواځې ځان را غواړي، چې مشوره ورکړي.

دلته نو په ښکاره تو گه سره ښکاري چې د ښاغلي ولسمشر د سولې له مشورتي لویې جر گې څخه هدف څه دی؟

د لويې جر گې په باره کې یوه بله جالبه خبره هغه داده چې ښاغلي ولسمشر ولې په داسې حال کې چې د خپل واک اخیرنۍ ورځې یې دې؛ د حکومت نیمایې برخه ورپکې  گډون نکوي؛ قومي متنفذین او سیاسي مخورو ټولو دا جر گه تحریم کړه؛ پخواني جمهور رئیس او خپله د ولسمشر د واک د شریک ښاغلي اجرائیه رئیس لخوا هم تحریم شوه؛ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوماندانو لخوا څخه په غوڅ اکثریت سره تحریم او تردید شوه؛ نو ددې جر گې یواځینی هدف هغه د ولسمشر دپاره د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین کول و او دی.

د تیرې شوې لویې جر گې په باره کې یوه بله جالبه خبره هغه داده چې ښاغلي ولسمشر ولې د لویې جر گې ټولې پریکړې بې له دې څخه چې کوم دولتي مامور، وزیر، مشاور او یا هم کوم بل خارجي غړي سره تر مشورې مخکې، قبولې کړې او ویې ویل چې زما لخوا د لويې جر گې د پریکړو لپاره سپین چک ورکول شو. او جالبه یې لا دا وه مخکې له دې چې د جر گې په اخیرنۍ ورځ د ولسمشر لخوا اختتامیه وینا واورول شې د ولسمشر په وینا کې د لويې جر گې ټولو پریکړو ته په متني شکل پوښښ ورکړای شوی و، او دا په داسې حال کې چې د ولسمشر له وینا یو څو دقیقې مخکې د جر گې پریکړه لیک واورول شو، او دا یې لا په سر کې ورباندې شرط کړی و، چې د لویې جر گې په هیڅ پریکړو کې به هیڅوک لاسوهنه نه کوې او هر څوک آزادانه خبرې کولای شي او ددوی ټولې خبرې به له دوی سره وې او حال دا چې هغه د پریکړې د اعلان څخه د مخه د ولسمشر د وینا متن  گرځېدلې وې. نو دا په ښکاره تو گه په دې دلالت کوي چې د جر گې پریکړې اصلاً وجود نه درلود. او بله جالبه خبره داده چې د جر گې د پریکړو کومه کاپې چې په خواله رسنیو کې مخکې له مخکې نشر شوې وه له هغې کاپۍ سره چې د لویې جر گې په تالار کې د رفیع الله حیدري صیب لخوا لوستل کیده متفاوته وه چې دا هم ددې دلیل کیدای شي چې د لویې جر گې په پریکړو کې تقلب شوی دی. خبرې ټولې د حکومت وې خو پلمه یې د قوم سپین روبي کړل.

په پای کې په لنډه تو گه وایم ښاغلی ولسمشر په دې ښه پوهیږي چې ټاکنیزې مبارزې مخ په را لنډیدو د‎ې؛ او ده په تیرو پنځو کالونو کې د ولس ټول مخور او ټول نمایند گان له خپل ځانه په داسې تو گه لیري کړي دي چې د بیا د را نژدي کیدو امکان یې نشته نو د حکومت د امکاناتو څخه باید  گټه پورته کړای شي او په یو نوم او بل نوم (لکه چې تیره هفته یې د لويې جر گې په نوم یوه ۳۲۰۰ کسیزه کمپاینې جر گه را غوښتې وه) باید غونډې جوړې شې او د خپل ټاکنیز ټکټ لپاره محلي او سیمه ایز نمایند گان وټاکل شي او له هغوی څخه په یو نوم او بل نوم باید په راتلونکیو ټاکنو کې د رایو ورکولو تعهد واخیستل شي.

نو اوس تاسو ووایئ! په تیره اونۍ کې چې د سولې لپاره کومه لویه مشورتې جر گه وه؛ هغې چاته مشوره ورکړه؟ نو که څوک ووایې چې حکومت ته؛ نو زه وایم د حکومت نیمې برخې خو دا جر گه بیخې تحریم کړه او ویې ویل چې دا یو عبث اسراف دی؛ او کوم نوی څیز له ځانه سره نه لري. او که وایې ولسمشر ته؛ نو زه وایم ولسمشر خو د ۲۰۰ په شاوخوا کې تنخوا خواره مشاورین لري هغوی د څه لپاره دي؟ نو باید په ډا گه ووایو چې دا جر گه نه وه، او که جر گه وه، اهداف ورنه مشوره نه وه، او که مشوره وې؛ نو جر گه خو د پریکړو ځای دی نه د مشورو. او که بیا هم وایې چه نه مشوره هم ورکولای شي؛ نو مشوره یې چاته ورکړه؟

ملت باید د خپل حکومت سره حساب وکړي او د ملت د شتمنیو د بې ځایه او شخصې  گټو لپاره د مصرفولو څخه مخنیوی وکړي. دا ۵۰۰۰۰۰۰ ډالر چې ښاغلي ولسمشر مصرف کړل، دا د ملت مال و، او ملت باید ورنه دا پوښتنه وکړي چې دا دې د څه لپاره مصرف کړل؟ ټاکنیز کمپاین هر څوک کوي خو په خپل وخت کې، په خپلو او معلومو شویو پیسو، نه د ملت په دارایې او د ملت له کوره.

د یو له عدل څخه د ډک افغانستان په هیله….

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون