سلايډ (فيچر) سوله

د سولې خبرې او خونړۍ پېښې، پايلې يې څه کېدای شي؟

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې روانې دي، د پخوا په څېر هيلې ورته نه تر سترگو کېږي او حتا په رسنيو کې يې هم د پخوا په څېر ‏يادونه نه کيږي.‏

يو لور ته د سولې خبرو شپږم پړاو له جنجالي موضوعاتو سره روان دی او څوک نه پوهېږي، چې خبرې څنگه او په کوم حالت کې دي او بل لور ته ‏هېواد کې د ناامنيو، جگړو او بریدونو گراف مخ پر زياتېدو دی، چې له امله يې د عامو خلکو باور تر ډېره په سولې کمزوری کړی دی.‏

د دې بې باورۍ يو لامل له طلوع نيوز سره د زلمي خلیلزاد وروستۍ مرکه ده، چې ويې ويل، له طالبانو سره سوله کول، د جگړې د پای ته رسېدو په ‏معنا نه شي کېدای او داسې وېره يې خپره کړه، چې تر دې وروسته به هم په هېواد کې جگړې او ناامنۍ روانې وي.‏

بل لوري د سولې خبرو په موضوعاتو کې د امریکا او طالبانو ضد او نقیض دريځونه دي، چې طالبان وايي، پر دوو موضوعاتو خبرې روانې دي، خو ‏امریکا پر څلورو موضوعاتو د خبرو ټينگار کوي.‏

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر زلمي خلیلزاد ته په څر گندو ټکو ويلي، چې د امریکايي پوځيانو د وتلو او د ‏افغانستان خاوره د امریکا په گډون د بل چا پر ضد نه کارولو موضوع بايد نهايي شي او تر هغه وروسته به نورو موضوعاتو ته داخل شي.‏

خو زلمی خلیلزاد وايي، چې د يادو دوو موضوعاتو سربېره بايد پر اوربند ا و افغان حکومت سره د مذاکراتو موضوع د اجنډا برخه وي، خو طالبان ‏ورسره دا نه مني او ټينگار کوي، چې افغان حکومت د امریکا « گوډاگی» دی او د سولې په موضوع کې کوم اهميت وړ رول نه شي لرلی.‏

د ملي شورا يو شمېر غړي او چارو شنونکي هم د طالبانو د دريځ ملاتړ کوي.‏

د مشرانو جرگې کې د دفاعي کمېټې مشر هاشم الکوزی وايي، چې افغان حکومت بايد د روان بحران د پای ته رسولو په موخه د بهرني بعد تر حل ‏کولو صبر وکړي او پرېږدي، چې طالبان او امریکا د بهرنيو پوځيانو په وتلو هوکړې ته ورسيږي.‏

بل پلو افغانستان پېژندونکی امریکايي ليکوال بارنيټ روبين هم وايي، چې د روان بحران د بهرني اړخ لپاره بايد لومړی طالبان او امریکا خپلو کې ‏خبرې وکړي.‏

ښاغلی روبين زياتوي، چې د امریکايي او نړيوالو پوځيانو د راتلو پر مهال هم له افغان حکومت سره کومه سلا-مشوره نه وه شوې، بلکې افغان ‏چارواکي تر هغې وروسته رامنځته شول، همدارنگه اوس د بهرنيو پوځيانو د وتلو په موضوع هم بايد افغان حکومت له زغمه کار واخلي.‏

خو خلیلزاد ټينگار کوي، که له طالبانو سره په څلورو واړو موضوعاتو خبرې پایلې ته ونه رسيږي، ټولې خبرې بې پايلې پاتې شي.‏

په ورته وخت کې هند، اروپايي ټولنې او يو شمېر نور دخېل هېوادونه د افغان حکومت د هغه دريځ ملاتړ کوي، چې سوله کې بايد د تېرو اتلسو ‏کلونو لاسته راوړنې ضايع نه شي.‏

د سولې له روان بهير سره هممهاله په کليو او بانډو کې د طالبانو پر ضد عملياتو کې د عامو خلکو مر گ ژوبله په بې ساري توگه زياته شوې ‏او داسې ښکاري، چې طالبانو د دغو بریدونو پر وړاندې خپل غبرگون ښوول پيل کړي دي.‏

د گډو ځواکونو له لوري په ننگرهار، لوگر، کاپيسا، وردگو، کندوز، بغلان، غزني، اروزگان او نورو سيمو کې په شپنيزو عملياتو کې د ملکيانو ‏مرگ -ژوبله په بې ساري تو گه زياته شوې او د دومره مرگ ژوبلې سربېره هم حکومت ادعا کوي، چې سولې ته رښتينی دی.‏

بل پلو طالبانو هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او څلور ورځې وړاندې يې د بغلان پر امنيه قومندانۍ ډله‌ييز برید کې لسگونو امنيتي ځواکونو ته ‏مرگ ژوبله واړوله او تېره ورځ یې د کابل ښار په زړه شهرنو سېمه کې پر امریکايي نادولتي موسسې ډله‌ييز برید وکړ، چې د امریکا او افغان حکومت دواړو له ‏لوري وغندل شو.‏

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی او گواښ يې کړی، دا برید به وروستی نه وي او د داسې نورو بریدونو گواښ يې هم کړی دی.‏

اوس، چې يو لور ته د سولې خبرو شپږم پړاو په مبهمه تو گه پر مخ روان دی او بل لور ته جگړو او وژنو زور اخيستی، داسې نه ښکاري، چې دا ‏وړۍ به شړۍ شي.
اوس یوازې څرگند اټکل دا کېدای شي، چې هېواد به د راتلونکو څو کلونو لپاره بیا هم د جگړو او ناامنيو ښکار وي.‏

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون