روغتيا او ژوند

په شکرې نه اخته کېدو لپاره دغه عام عادت پرېږدئ

شکرې ناروغۍ یو له هغو ناروغیو څخه ده چې انسان په ګڼو نورو وژونکو ناروغیو اخته کولی شي او ستاسې دغه یو عام عادت د دغې ناروغۍ خطر ۴۵ سلنه زیاتولی شي.

شکرې ناروغۍ هم د وژونکو ناروغیو له ډلې ده. دغه ناروغي ۲۰۱۰ کې په نړۍ کې د مړینې اوم تر ټولو ستر لامل و چې یوازې امریکا کې د ۲۳۴۰۵۱ کسانو د مړینې لامل وه.

په امریکا کې ترسره شوې روغتیايي څیړنې ثابته کړې چې د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل او سهار هم وختي له خوبه پاڅېدل د شکرې ناروغۍ دوهم ډول خطر ۴۵ سلنه زیاتوي.

د خوب کموالی د بې شمېره ناروغیو خطر زیاتوي خو د شکرې ناروغۍ خطر د نورو ناروغیو په پرتله څو چنده زیاتوي. له دې وړاندې څیړنو ثابته کړې وه چې د خوب کموالی د وزن زیاتېدو یو له سترو لاملونو څخه هم دی.

هارورډ پوهنتون د عامې روغتیا برخې د څېړنې پر مهال له یو لکو زیاتو مېرمنو د خوب مهالوېش له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۱ تر څیړنې لاندې نیولی و.

له پایلو څخه څرګنده شوه چې د خوب ستونزې یا کموالی پر بدن ناوړه اغېز کولو سره د ذهني فشار لامل کېدونکی هورمون اندازه زیاتوي چې دغه هورمون په بدن کې د انسولین حساسیت لوړوي.

همداراز د خوب کموالی په ځانګړي ډول د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل د ذهني فشار خطر زیاتوي او د شکرې ناروغۍ بڼه خپلوي.

دغې څېړنې کې ویل شوي، هغه کسان چې ش ساعته یا تر دې  لږ خوب کوي او خوب کې د خرېدو عادت لري په هغوی کې د شکرې ناروغۍ خطر ۴۰۰ سلنه وي یا ویلی شو چې په شکرې ناروغۍ اخته کېدل يي یقیني وي.

د دغې څیړنې څیړونکو په وینا د شکرې په ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره د خوب کیفیت او اندازه ځانګړی ارزښت لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون