افغانستان سلايډ (فيچر)

قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو شپږم پړاو پای ته ورسېد

د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د تیرې چهارشنبې په ورځ پيل شوی د مذاکراتو شپږم پړاو خبرې نن / پنجشنبه، غويي ۱۸مه پای ته ورسېدل.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په دې اړه په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي: «په دې پړاو کې په تیرو مذاکراتو کې په ترتیب شوې مسوده بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي.

په راتلونکي مذاکراتي غونډو کې به په پاتې مواردو هم بحث وشي.

د مذاکراتو شپږم پړاو په مجموع کې مثبت وو، دواړو خواوو د یو بل نظریات په ښه حوصله سره واوریدل.

اوس به دواړه طرفونه تر بل پړاو پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه غور او مشورې کوي او راتلونکي پړاوته به آمادګي نیسي.»

تر اوسه د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دې تړاو تازه څرګندونې نه دي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون