افغانستان رسنۍ سلايډ (فيچر)

سي این این: د امریکا متقاعد عسکر له ټرمپه د افغانستانه د راوتلو غوښتنه کوي

سي این این مشهوره امریکایۍ شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا د متقاعدو عسکرو ستره ډله له ټرمپه غواړي چې د افغانستان او سوریې په اړه له امریکايي ولس سره پر خپلو کړیو ژمنو وفا وکوي او امریکايي عسکر نور له دغو هیوادونو په بشپړه توګه را وباسي.

د متقاعدو عسکرو دا ډله به د جمهور رئیس ټرمپ همدا خبره چې:«ستر ملتونه په ابدي جنګونو کي ځان نه ښکېلوي.» په ټولنیزو شبکو/ سوشل میډیا کې په پراخه کچه تبلیغ کړي، په دې پروپاګند او تبلیغاتي کمپاېن کې به په میلونونو ډالره مصرف شي. دا ټولنه امریکايي میلیارډر کوک تمویلوي او سي این این به د هغوی دغه کمپاېن ته پوښښ ورکوي.

د دې کمپاین یو سنبالوونکی وايي،دا به یو پراخ تبلیغاتي کمپاین وي. دا به په امریکا کي یو سرتاسري کمپاین وي. موږ به په واشنګټن کي زیات فعالیت وکړو، او په ټول هیواد کې به خپل پلویان بسیج او منظم کاندو.

د متقاعدو امریکايي عسکرو دا ټولنه وايي، دا تبلیغاتي کمپاین به په فیسبوک، ټویټر، ګوګل،‌او لینک این کي تر سره شي. همدغه راز په واشنګټن کې به کانګرس ته لابي وکړي او په ټوله امریکا کې به د عامه پوهاوي لپاره میټنګونه او جلسې دایري شي.

د افغانستان د جنګ سره د مخالفت د کمپاین مشر ښاغلي کالډویل وايي:«موږ په دې باور نه لرو چې موږ باید له ټولې نړۍ څخه خپل عسکر راوباسو او یا منځنی ختیځ بیخې هېر کړو، مګر موږ باوري یو چې په اوږدې مودې کې د نورو ملکونو اشغالول زموږ په تاوان دي او زموږ امن نشي تامینولای.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون