افغانستان سلايډ (فيچر)

غزني او پکتیکا کې چاودنې او هوايي برید گڼ ملکیان وژلي

د غزني په مقر ولسوالي کې د ماین د چاودنې له کبله اوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژوبل شوي.

دا پېښه نن سهار د مقر ولسوالي په چمبرانو کلي کې رامنځته شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري په خبره په دې کې چاودنه کې چې له پخوا نه د ځای پر ځای شوي ماین په مټ رامنځته شوې، اوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي د پيښې د څرنگوالي په اړه نور جزئيات ورنکړل، خو د ماین د چاودلو پړه یې پر وسله والو طالبانو واچوله، چې گنې له پخوا نه یې خښ کړی و، مگر د وسله والو طالبانو ویاند په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده ، چې مقر د غزني یو له هغو ولسوالیو ده، چې پر ډېرو سیمو یې د وسله‌والو پاڅون کوونکو کنټرول دی او زیاتره کلي د دوی په واک کې دي.

تر اوسه دا څرگنده نه ده ، چې ایا ماشومانو د لوبو پر مهال ماین موندلی او بیا چاودلی که نه د فشار له کبله چاودیدلی. ډېری مهال د ماشومانو د لوبو په وخت کې پخوانۍ ځای پر ځای شوي سرگلولې هم ورته خونړۍ پيښې رامنځته کوي.

بل پلو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ څخه خبرونه وايي، چې هلته د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په هوايي برید کې د ملکي وگړو یو موټر په نښه کړی او ټولټال سپرلۍ يې چې پنځلس تنه ول، وژلي دي.

د عیني شاهدانو له قوله دا پېښه تېر مازیگر د برمل ولسوالۍ لمن بازار سیمې ته څېرمه شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون