سلايډ (فيچر) نظر

آیا په افغانستان کې د سولې خبرې به له پیل مخکې له ناکامۍ سره مخامخ شي؟

ليکوال کای آيډې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی و.

ایا د افغانستان د سولې بهیر وار له مخه له جدي ستونزې سره مخامخ دی؟ په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي- چې یو ښه کار دی. سولې او پخلاینې ته ځانگړې شوې لویه جرگه جوړه شوه خو ډیرو مخورو سیاسیونو تحریم کړه. په مسکو کې هم د افغان سیاسیونو یوې ډلې د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل په موخه غونډه وکړه خو د دې ډول خبرو اترو د دوام هڅې هغه وخت له ستونزې سره مخامخ شوې چې کابل د ۲۵۰ کسانو یو نه باوریدونکی نوملړ وړاندې کړ. دا چې د دې ناکامۍ مسؤلیت د چا په غاړه دی، زه یې په اړه قضاوت کول نه غواړم.

حقیقت دا دی چې لا تر اوسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې نه دي پیل شوې او نهه میاشتې کیږي چې امریکايي لوری له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو په سر مذاکرات پیل کړي دي. د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیل لامل یوازې دا نه دی چې طالبان لا تراوسه افغان حکومت د یو مشروع حکومت په توگه په رسمیت نه پیژني. دا دومره ساده هم نه ده. که چیرې له طالبانو دا تمه ولرو چې ناڅاپي دې هغه حکومت چې له ۱۸ کلونو راهیسې ورسره په جگړه کې ښکیل دی په رسمیت وپيژني، دا به ډیره غیرواقع بینانه وي.

اوسنی په ټپه ولاړ حالت له دې امله هم رامنځته شوی دی چې افغان سیاسي لوری په دې نه دی توانیدلی چې یو حقیقي مذاکراتي ټیم جوړ کړي چې په ټولیزه توگه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي. د ۲۵۰ کسانو د یو نوملړ وړاندې کول چې په دوحه کې له طالبانو سره کتنه ولري، د ستونزې اساسي اړخ رابرسیره کوي. له بله پلوه د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې ستونزه نوره هم پیچلې کوي او له ننگوونو سره یې مخامخ کړې ده. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د سولې بهیر د راتلونکو ټاکنو قرباني کیږي. که چیرې افغان سیاستوال دواړه بهیرونو ته په جلا نظر ونه گوري، د سولې بهیر به له پیلیدو مخکې له بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي.

نو بیا د حل لاره څه ده؟ زما په اند دوه بنسټیز خنډونه مهم دي چې باید له منځه یوړل شي.

تر ټولو لومړی، افغان حکومت باید نور دوحې ته د یو حکومتي پلاوی پر استولو ټینگار ونکړي. ولسمشر غني کولای شي یو شمیر د اعتماد وړ کسان طالبانو سره د خبرو لپاره وټاکي، خو په پلاوي کې باید داسې کسان شتون ولري چې په ښه توگه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي.

دویم، نور ټول لوري باید دا خبره ومني چې که په مذاکراتو کې ټول شاملیدل وغواړي نو واقعي مذاکرات ترسره کول به ناممکن شي. سترې غونډې لکه د مسکو ناسته، د بحث او خبرو اترو لپاره گټورې دي خو که واقعي مذاکرات ترسره کیږي نو بیا کوچني مذاکراتي پلاوي جوړول اړین دي.

پورته خبرو ته په کتو سره پایله دا شوه د اساسي مذاکراتو د پیل لپاره واقعیت پالنه او نظم یا ډسپلین ډیر مهم دي. پرته له دغه ډول واقعیت پالنې او ډسپلین څخه به هیڅکله د سولې واقعي بهیر شتون ونلري. بدترین حالت به هغه مهال رامنځته شي چې نړیواله ټولنه نوره د ستړتیا احساس وکړي او له افغان کشالې پښې وباسي.

زما په اند، په کابل کې ټول سیاسي اړخونه باید هڅه وکړي چې د یو څو کسانو پر کوچني ټیم چې ۱۰-۱۵ کسان وي سره سلاه شي. زه پر کسانو ځکه ټینگار کوم چې باید داسې وانگیرل شي چې دوی د یوې ډلې یا لوري استازولي هم نه کوي، بلکې د افغان ټولنې استازي دی. د بیلگې په توگه، په پلاوې کې باید د ښځو با مفهومه گډون ته چې د خپلو اړوندو ادارو لخوا پیژندل شوي وي، هم پام وشي.

طالبان نه شي کولای دغه ډول پلاوي سره له کتلو مخ واړوي- په داسې حالت کې چې دغه پلاوی په مستقیمه توگه له حکومت او یا کوم بل سیاسي لوري څخه استازولي ونکړي. څرگنده خبره ده چې د پلاوي هرغړی به یوې ادارې یا یو کس ته مسؤلیت لري او راپور به ورکوي. خو دا بیا د طالبانو پورې اړه نلري چې نوموړي کسان چاته مسؤلیت لري او د چا پورې اړه لري.

هیله لرم چې دغه ډول واقعیت پالونکی چلند به مرسته وکړي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د چمتووالي بهیر پیل شي.

زه موافق یم چې باید د ټولو خواوو حضور یقیني شي. خو دا موخه هغه مهال ترلاسه کیدای شي چې د راپور ورکوونې او همغږۍ منظم میکانیزم رامنځته شي.

سربیره پر دې، زه پر دې عقیده یم چې د سولې د بهیر لپاره د یو نړیوال استازي ټاکنه هم ډیره اړینه ده. که چیرې دغه ډول استازې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وټاکل شي نو بهتره به وي. د متحده آیالاتو مذاکره کوونکی، زلمی خلیلزاد نه شي کولای دغه رول ولوبوي. هغه د منازعې د یو اړخ استازولي کوي او هیڅکله بې طرفه نشي پاتې کیدای. د نوموړي نړیوال استازی رول به د هرې ناستې آسانچاري ترسره کول، د اجنډا جوړول او د پریکړو راټولول او ورڅخه پایله اخیستل وي. سربیره پر دې، د ورته بهیر په دوران کې به داسې حالات هم رامنځته شي چې پرته له شکه به خبرې له ماتیدو او په ټپه ولاړ حالات سره مخامخ شي. آسانچاری به بیا مرسته وکړي چې د دغه ډول خنډونو مخه ونیول شي او پرې بری حاصل شي.

څرگنده خبره ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید داسې څوک وي چې ټول اړخونه ورباندې باور ولري او ټولو ته د منلو وړ وي. او دا هم مهمه ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید طرفینو سره پیژندگلوي ولري او د افغانستان له موضوعاتو څخه پوره باخبره وي. وخت ډیر کم دی او د نوي کس ټاکل به پکې ممکن نه وي او ملگري ملتونه به هم و نه شي کړای چې د داسې یو شخصیت په لټه کې شي چې د ځانگړي هیواد تابعیت ولري او یا د کومې ځانگړې ادارې پورې اړه ولري. دا د تجربو وخت نه دی.

زما په اند، ډیره جدي ننگوونه د تشریفاتو او رسمیاتو او یا د وړ استازي نه موندل، نه ده، بلکې اساسي ننگونه د افغان ټولنې پورې اړه لري. آیا دا به ممکنه وي چې پر یو کوچني مذاکراتي پلاوي سره سلا شي او واقعي مذاکرات ترسره شي؟ اوسمهال زه دومره خوشبینه نه یم. خو بله چاره همه نشته، که ټولې خواوې غواړي افغان جگړه پای ته ورسیږي او افغانانو ته یو سوله ییزه او هوسا ژوند برابر کړي، باید د غه ډول موافقه رامنځته شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون