سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا پخوانی دفاع وزير: که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، طالبان به پر افغانستان واکمن شي

د امریکا متحده ايالتونو د دفاع پخوانی وزير رابرټ گيټس

د امریکا متحده ايالتونو د دفاع پخوانی وزير رابرټ گيټس وايي، که ا مریکايي پوځيان ناببره او له ټاکلي پلان پرته له افغانستانه ووځي، دا گواښ شته، چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شي.

رابرټ گيټس له «سي بي سي نيوز» سره په مرکه کې ټينگار کړی، چې امریکا بايد د خپلو پوځيانو له ويستلو وړاندې دا خبره باوري کړي، چې د افغانستان حکومت پر خپلو پښو ولاړ دی.

رابرټ گيټس، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ  پر مهال له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ د دفاع وزير و، چې وروسته يې له ولسمشر سره د ځينو اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

له رابرټ گيټس وړاندې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت پخواني سلاکار مک ماسټر هم اندېښنه  ښوولې وه، که امریکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، افغان حکومت به سقوط وکړي او طالبان به پر افغانستان واکمن شي.

دغو پخوانيو امریکايي چارواکو دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې يو لور ته د افغانستان روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو مذاکرات روان دي، چې له مخې به يې امریکايي پوځيان له افغانستانه وځي او د افغانستان خاوره به راتلونکي وخت کې د امریکا په گډون د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کيږي او بل لور ولسمشر  ټرمپ د افغان امنيتي ځواکونو لپاره له ځانگړې شوې بودجې ۶۰۰۴ ميليونه ډالر د مکسيکو پر پوله د ديوال جوړولو لپاره ځانگړې کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون