افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

مينه منگل د ترهگرۍ ښکار شوې که د شخصي دښمنۍ؟

ژورنالېسته او د ولسي جرگې فرهنگي سلاکاره مينه منگل تېره ورځ سهار اووه بجې د کابل ښار په کارته نو سيمه کې ووژل شوه او بريدگر په تېښته بريالي شوي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې په دې اړه ضد او نقیض راپورونه خپريږي، چې  ځينې يې د وسله‌والو مخالفينو کار بولي او ځينې نور يې د شخصي دښمنۍ پایله گڼي.

د مينې منگل مور په يوه ويډيو کې ويلي، چې لور يې د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوې ده.

د هغې پلار طالب منگل هم ويلي، چې د لور قاتلين يې معلوم دي او وايي، چې دوسيه يې له  پخوا په څارنوالۍ کې وه او حکومت دې د هغې قاتلين ونيسي.

مينه منگل څه موده وړاندې هم د تښتوونکو له لوري تښتول شوې وه، چې  د پکتيا والي زلمی ويسا او امنيه قومندان په هڅو راخوشې شوه.

د هغې مور وايي، چې دښمنان يې معلوم دي او په وينا يې هغوی زورواکان دي او د پيسو پر مرسته يې ځانونه له څارنوالۍ خلاص کړي دي.

د مینې منگل يوه دفتري همکار د نوم نه ښوولو په شرط نړۍنيوز ته ويلي، چې هغې له خپل مېړه سره له شخړې وروسته طلاق اخيستی و او له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې ژوند له گواښ سره مخ و.

د هغې نږدې خپلوان هم وايي، چې مينه له خپلې خسرگنۍ او مېړه سره د دښمنۍ له امله وژل شوې او هغې له خپل مرگ څو ورځې وړاندې هم امنيتي  ادارو ته خبر ورکړی و، چې  ژوند يې له گواښ سره مخ دی او دښمنان يې هڅه کوي، چې ويې وژني.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه د هغې د قتل په تور څوک نه دي نيول شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون