افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د هرات ګمرک نیمايي عوايد شخصي جیبونو ته لویږي

د هرات ولایتي شورا د دغه ولایت د ګمرک پر چارواکو او مسؤلینو تور پورې کړ، چې د ګمرک ۵۰ سلنه عوايد د ملت د خزانې پر ځای شخصي جیبونو ته اچوي.

د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزي رسنیو ته هغه اسناد وښوول، چي ښيي د هرات ګمرک عواید او محصول د ټاکل شویو اصولو سره سم نه اخستل کېږي، بلکې په مختلفو شکلونو پکې فساد او ټګۍ-برګۍ ترسره کېږي.

نوموړي داسې اسناد افشاء کړل، چې د قالینو د بار موټر څخه د ښيښه‌یېزو لوښو محصول اخستل شوی، ځکه د غالیو محصول د ښيښه‌يي سامان په پرتله څو چنده زیات دی.

د ښاغلي علیزي په خبره ، یو شمېر داسې بار موټر چې شاوخوا شپېته ټنه بار پکې پروت وي، خو د محصول په رسمي پرچو کې په شل ټنه بار تېر شوې دي.

نوموړي همداراز له مرکز کابل څخه په راغلي پلاوي هم نیوکه وکړه، چې په ګمرک کې د شته فساد د هر اړخیزې څيړنې او پلټنې پرته له نیمګړو معلوماتو سره بېرته ستانه شوي.

بل پلو د هرات د ګمرک رئیس عبدالله شیرزي د ولایتي شورا د تورونو په ځواب کې پر دوی لګول شوي تورونه بې ځایه وبلل او رسنیو سره په خبرو کې يې پر ولایتي شورا تور پورې کړ، چې د ګمرک د عوائدو په تښتولو کې خپله شورا لاس درلود، خو اوس چې یې د لاسوهنې مخنیوی کېږي، نو داسې بې ځایه تورونه لګوي.

نوموړي په ګمرک کې د شته فساد څخه انکار نه کوي او زیاتوي، چې دوی حساب ورکولو ته چمتو دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا په عوایدو کې د فساد او لاسوهنې د ولایتي شورا او ګمرک ریاست د ناندریو په تړاو وايي، ولایتي اداره ژمنه ده، چې د واقعي اسنادو په رڼا کې لګېدلو تورونو ته ځواب ووايي او قضايي ارګانونو ته د څېړنو اجازه ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون