سلايډ (فيچر) نظر

شخصیت جوړونه او ورانونه

مشتاق رحیم 

سیاست کې شخصیت سازي، یو څوک له نورو د غوره شخصيت په توګه وړاندې کول، تر نورو يې پیاوړې ښودل او یا هم سرچپه د یو شخصیت وژنه او هغه بدرنګه ښودل، د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي بهیرونو برخه پاتې شوې ده. په اوسمهالي سیاست کې چې د هیوادونو سیاستونه او سیاستوال د کورني، بهرني او نړيوال کړکيچ په منځ کې د خپل پايښت هلې ځلې کوي، سیاسي شخصیت جوړونه او ورانونه یو معمول ګرځېدلی دې. په دې برخه کې نړیوال قدرتونه کابو ټول واک په لاس کې لري او له دې لارې تر خپل اغیز لاندې هیوادونه په خپل واک او کنټرول کې ساتي. همدا راز، د هیوادنو کور دننه د پردې تر شا د واک خاوندان (Establishment) هم په دې لړ کې د هیواد سیاست تر خپل اغیز لاندې ساتلو دپاره دغه چاره په کار اچوي. په دې لړ کې بیلا بیل تکتیکونه کارول کیږي چې یو څو یې د بیلګې په توګه لاندې درته وړاندې کیږي. 

شخصیت وژنه یا ورانونه : (Demonization) دا هغه بهیر دې چې د یو سیاسي شخص څیره مسخه کولو او بد رنګه کولو هڅه پکې کیږي. ښه کار یې هم بد ښودل کیږي، مطبوعاتي پروپاګند او ډنډورې پسې خپریږي او له دې لارې د هغه د څیرې د منفوره کولو هڅه کیږي. د مطبوعاتي کمپاینونو، تحقیقي مقالو، کتابونو د خپرولو او د دروغو ولسي کیسو د خپرولو له لارې دا چاره ترسره کیږي ترڅو واک کمزورې او نامطلوبه شخص له صحنې وویستل شي. په افغانستان کې د امان الله خان پر ضد انګریزي توطئې د دې خورا ژوندۍ بیلګه ده. په نړیواله کچه دې لړ کې د عراق صدام حسین، د لیبیا معمر قذافي او یا هم دا اوس مهال په وینزویلا کې نكولس مادورو چې برحال ولسمشر دې د نړۍ ته بد یا شیطان صفتهښودل نورې بیلګې دي. دې کې به شک نه وي چې دغه یاد اشخاص به ستونزې نه لري خو دوي ته ورته ډیر داسې خلک په نړۍ کې شته چې د دوي پرتله به یې ستونزې ډیرې وي خو د هغوي په کړو وړو سترګې پټیږي او بله خوا هغه کسان چې نامطلوبه وي نو هغوي بیا تر تمرکز لاندې نیول کیږي. 

رهبر سازي/بې حده ستاینه : (Idolization) داسې چارې ته چې د یو شخصیت یا رهبر ډیر لویول او داسې وړاندې کول چې د ټولو دردونو دوا، د هر مرض علاج او بې جوړې شخصیت دی، رهبر جوړونه واييپه دې بهیر کې داسې ښودل کیږي چې که دا سړې وي نو دنیا جوړه ده، که نه نو کیسه ورانه. نړیوال قوتونه او کله کله کور دننه پټ ځواکونه دا چاره د مطبوعاتي کمپاینونو، نړیوالو جايزو يادایوارډونو، علمي مقالو په خپرولو، مستندو فلمونو په جوړولو او داسې نورو چارو له لارې یو عادي شخص د یو فوق العاده شخص په توګه وړاندې کوي. د دې ډول رهبر جوړونې ښه بیلګه په پاکستان کې د عمران خان د پوځ لخوا د رهبر جوړونې بهیر وو. په لومړي کې یې عمران د نواز شریف په مقابل کې ودورولو او تقویه یې کړ او بیا یې د واک ته د رسولو دپاره مطبوعاتي کمپاینونه وکړل. همدا راز که وکتل شي تر یو بریده د سعودي شهزاده محمد بن سلمان هم د غربي مطبوعاتو لخوا د بدلون او اصلاحاتو د پرښتې په توګه وړاندې کړای شو. دا بیله خبره ده چې سلمان د خپلو سیاسي تيروتنو له کبله دغه هڅه له بریالتوب څخه مخکې خنثی کړه. 

تقدس بښنه : (cult of personality) دا ډول چاره ډیری مهال کور دننه ترسره کیږي او د یوې ډلې خلک د خپل مشر شخصیت د تقدس تر حده پورته کوي. دا ډول چاره پخوا یوازې تر دیکتاتوري نظام لاندې هیوادنو کې کېده خو اوس دا کابو په ټولو هیوادونو کې کیږي. دا ډول شخصیت سازي سیاسي څیره له نیوکې، د شخص چارې تر بحث لاندې نیولو او یا هم اختلاف کولو څخه خلاص او لوړ وړاندې کوي. دا ډول شخصیت سازي داسې ښيي چې ګوندې شخصیت له اشتباه پاک او هره چاره کې یې حکمت ويدا ډول تقدس بښنه په افغانستان کې د جهادي ډلو رهبرانو ترمنځ معمول پاتې شوې او آن نن هم دا دود پالل کیږي. خو که له هیواد دباندې بیلګې لټون وکړو نو په پاکستان کې د محمد علي جناح شخصیت همدا ډول لوړ کړې شوې او کابو اتیا کاله کېږي چې دا دود په ډیر منظم ډول ساتل شوی دی. 

نامي معرفي کول : (Lionize) په دا ډول شخصیت سازۍ کې د یو چا د شهرت او شخصیت لوړولو په خاطر هلې ځلې کیږي. د دغه ډول شخصیت وړوکې کار ستر ښودل کیږي، ستر کار خارق العاده او همدا راز نه کار یو ښه کار ښودل کیږي. په دا ډول یو عادي سړي څخه ستر سړې جوړیږي او دا راز ملاتړي ورته پیدا کیږي. که وکتل شي نو په مصر کې د مرسي په مقابل کې کودتا کونکي سیسي همدا ډول معرفي شو او همدا نامي معرفي کول وو چې یو کودتا کونکې ډیکټاټور چې یو شمیر اړخونو دپاره د منلو وړ وو ستر مقام ته ورسید. همدا راز، که بیا هم د پاکستان عمران خان تر بحث لاندې ونیول شي نو په دغه کټګوري کې شاید ځای ومومي. 

ماضي سپینول (whitewashing): دا هغه پروسه ده چې په ترڅ کې يې د شیطان صفته کس په پرښته صفته شخصيت بدلولو هڅه کیږي. هغه چې تر پرونه نامطلوب، رټل شوې او بد وو ورڅخه ښاغلې، سپیڅلې او سپینه کوتره جوړیږي. د هغه د شخصیت غوره خواوې څو څو ځله مخې ته راوړاندې کیږي ترڅو بد اړخونه یې له پامه ولویږي او هیر شي. دا چاره ډیرې وخت هغه مهال ترسره کیږي کله چې یو شخص یا ډله حاضره شي چې د ځواکمن اړخ غوښتنو سره سم ځان برابر کړي او د هغو د ایجنډا مطابق کار کولو ته چمتو شي. د افغانستان غوندې هیوادنو په سیاست کې دا ډول چاره ډیره په سپین سترګۍ ترسره کیږي. د بیلګې په ډول په ۲۰۱۴ کې عبدالرشید دوستم چې ولسمشر به تل قاتل او جاني مخاطب کولو د یوې مبطوعاتي بښنې په بدل کې یو اصلاح شوي انسان په توګه وړاندې کړ. 

مړ پالنه: (Canonization) مړ پالنه یو چاته د شخصیت ورکولو، سپیڅلي کولو او ستر شخصیت په توګه وړاندې کولو ته وايي. دا ډول چاره د مړي د ملګرو او ملاتړو لخوا ترسره کیږي ترڅو د هغه شخصیت خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي. دا کار دریمې نړۍ او جنګ ځپلو سیمو کې بیخي معمول دې. یو مړی ښاغلې شي، بیا ښاغلې الګو شخصیت شي، د الګو شخصیت په اړه ادبیات تولید شي او هوايي کیسې جوړې شي او ورپسې ناوړه ګټه اخيستونکي د یاد مړي په سر په ټولنه کې ځان مطرح کوي. په دې لړ کې په بنلګه دیش کې شیخ حسینه واجد او د هغې ډلې او په پاکستان کې بینظر بوټو او د هغې د خلکو ګوند ځانګړې بیلګې دي. په افغانستان کې خو دا اوس بدرنګ سیاسي ابرزار ګرځیدلې چې د سیاسي افرادو او ډلو لخوا کارول کیږي. 

کمزورو او مخ په وده هیوادونو او دغه راز په هغو هيوادونو کې چې د لوست کچه ټیټه وي، ډیرې وخت خلک د دغه ډول سیاسي مانورونو ښکار کیږي. باندني او کور دننه ځواکونه د خپلې خوښې افرادو د هیواد رهبرۍ ته د غوره کولو په موخه دغه تکتیکونه په کار اچوي او په دا ډول د هیوادونو سیاستونه تر خپل اغیز لاندې راولي او ډیرې وخت همدا یې د هیوادونو په خپله ولکه کې راوستلو او ساتلو طریقه وي. 

اړینه ده چې د هیوادونو نخبه ګان، لوستې او د اغیز خاوند شخصیتونه بیدار او متوجه و اوسي ترڅو په دې برخه کې د خپل هیواد د وګړو د غولیدو مخه ډب کړي. د خپلې ټولنې په وخت ا و زمان سره د ویښولو لپاره اغيزمن پروګرامونه جوړ کړي ترڅو د جعلي شخصیتونو د جوړیدو مخنیوې وکړي او یا هم د سمو شخصیتونو د وژنې مخه ونیول شي. 

مشتاق رحیم (ټويټر: @mushtaq_rahimد افغانستان د چارو مؤسسې د بورډ غړی او مشر دی. هغه د شخړو او د سولې د برخې کار پوه دی او څیړونکی دی. ښاغلي رحیم تیر اتلس کاله په افغانستان کې د کړکیچ او سولې، ښې حکومتولۍ د ترویج، او د پولیسو اصلاحاتو په برخه کې کار کړې. ښاغلې رحیم د خپل رسمي دندو ترڅنګ د کاردان په خصوصي پوهنتون د نړیوالو اړیکو په برخه کې تدریس هم کوي.  

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون