لوبې

وېسټ انډیز یو ځل بیا له بنگله‌دېش څخه ماتې وخوړه

د وېسټ انډیز، بنگله‌دېش او ایرلینډ تر منځ د درې اړخیزو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ پنځمې لوبې کې وېسټ انډیز د بنگله‌دېش په وړاندې لوبه ترسره کړه او په پنځو وېکېټو يي ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د وېسټ انډیز لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هوپ او هولډر غوره توپ وهنې په مرسته ۲۴۷ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره هوپ په ۱۰۸ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۷ او هولډر په ۷۶ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بنگله‌دېش لپاره مستیفض الرحمن ۴، مشرفي مرتضی ۳ او مهدي حسن او شکېب الحسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش ۴۷٫۲ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مشفق الرحیم او سومیا سرکار نیمه سلیزو په مرسته ۲۴۸ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

بنگله‌دېش لپاره مشفق الرحیم په ۷۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۳، سومیا سرکار په ۶۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۴ او محمد مېتون په ۵۳ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره نرس ۳ او کېما روچ او هولډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون