ټکنالوژي

اسراییلو جاسوسۍ لپاره پر وټس اپ برید کړی؛ له ځنډ پرته يي اپډیټ کړئ

فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې په وټس اپ کې ځینو امنیتي نیمگړتیاوو اسراییلي سایبري برید کوونکو ته اجازه ورکړې، چې د کاروونکو ځیرکو موبایلونو کې د خپلې جاسوسۍ سافټ وېیر ځای پر ځای کړي.

دغه کوډ چې د NSO کمپنیو گروپ له لوري جوړ شوی په ایفون او انډرایډ عامل سیستمونو کې د وټس اپ د کاریال د اړیکو نیولو ځانگړنې له لارې انسټال شوی دی. د جاسوسۍ دغه سافټ وېیر حتی هغه مهال چې کاروونکو اړیکو ته ځواب نه ویل هم فعال و. NSO یوه اسراییلي کمپنۍ ده چې د سافټ وېیر په برخه کې فعالیت لري.

وټس اپ کمپنۍ وايي چې دغه برید د هغې کمپنۍ له لوري چې حکومتونو لپاره د جاسوسۍ سافټ وېیر جوړوي ترسره شوی دی. د دغې کمپنۍ د جاسوسۍ سافټ وېیر د ځیرک موبایل عامل سیستم کنټرولوي.

د وټس اپ کمپنۍ ویاند یوې رسمي ويناپاڼې کې ویلي: «د وټس اپ له کاروونکو غواړو چې دغه کاریال له ځنډ پرته وروستۍ بڼې ته اپډېټ کړي او همداراز د خپلو شخصي معلوماتو، تصویرونو، وېډیوگانو او نورو مهمو اسنادو خوندیتوب لپاره خپل د ځیرکو موبایلونو عامل سیستم هم اپډیټ وساتئ.»

که څه هم د NSO کمپنیو گروپ د وټس اپ کمپنۍ دغه ادعا ردوي او وايي چې حکومتونو ته یوازې د جنايي جرمونو او ترهگرۍ په وړاندې مبارزې لپاره پرمختللې ټکنالوژي ورکوي، خو وټس اپ بیا ټينګار کوي چې د خپلو ادعاوو اثبات لپاره کره اسناد او شواهد لري.

وټس اپ چې اوسمهال په نړۍ کې ۱٫۵ ميليارده  کاروونکي لري نه پوهېږي چې کوم شمېر کاروونکي له دغه سایبري برید څخه اغېزمن شوي دي خو د خوندیتوب لپاره د خپل کاریال د اپډيټ کولو سپارښتنه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون