افغانستان سلايډ (فيچر)

کورنیو چارو وزارت: د څرخي پله زندان نښته کې له شلو زیاتو بندیانو ته مرگ‌ ژوبله اوښتې

نن سه شنبه/ د غويي ۲۴ په څرخي پله زندان کې د زندانیانو او د دغه زندان د ساتونکو  ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو، چې وروسته د اضافه کومکي عسکرو په رسېدلو سره پر زندانیانو ډزې پیل شوې چې تر ډېرو یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته دا نښته تائید کړه او زیاته یې کړه چې تر اوسه په دې نښته کې څلور زندانیان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي.

د رحیمي په خبره ، په دې نښته کې یو شمېر پولیس هم ژوبل شوي دي.

بل پلو له زندانه دننه زندانیانو له رسنیو سره په تماس کې د وژل شویو او ژوبل شویو بندیانو شمېر زیات ښوولی .

د زندانیانو په خبره په دې روژه کې د زندانیانو سره زیات تشدد  او ناوړه چلند شوی دی، اوس هم ډېر شمېر ټپيان ځای ځای پراته دي، د درملنې او روغتون ته رسولو هېڅ اسانتیا نشته.

همدارنگه له زندان نه د پولیسو یو چارواکي ژوندون تلویزیون ته ویلي، چې شخړه د پولیسو او زندانیانو ترمنځ له دې امله رامنځته شوې چې د کورنيو چارو وزارت له لورې دوی ته امر شوی و، تر څو له ټولو زندانیانو گرځنده مبایلونه راټول کړي، چې اخ و ډب رامنځته شو، د نوموړي په خبره تر اوسه له دواړو لورو نږدې لس کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي،

د ده په وینا حالات اوس هم عادي شوي نه دي او لا هم پولیس او زندانیان سره په شخړه بوخت دي. دی زیاتوي چې د زندانیانو په ولکه ځیني پولیس اوس هم بند پاتې دي، خو بل لور بیا یو زنداني ژوندون ته وویل، چې نږدې ۳۰ کسان په دغه شخړه کې وژل شوي او تر ۳۰ پورته نور ټپیان دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې روانه اونۍ او د روژې میاشت لومړیو کې د کابل په څرخي پله او د کندهار په سرپوزې زندانونو کې څلورو بندیانو د ناوړه چلند او ورسره شوي تشدد له کبله ژوند له لاسه ورکړی.

دوی پر ټولو بانفوذه هیوادوالو او د بشري حقونو پر مؤسسو او فعالانو له زندانیانو سره د روان سخت حالت د ښه کولو لپاره د مرستې غږ کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون