افغانستان سلايډ (فيچر)

د ناامنیو او شپنیزو عملیاتو له امله د هېواد یوه ستره او لرغونې مدرسه وتړل شوه

په غزني ولایت کې پرته د نورالمداس په نامه د هېواد مشهوره او ستره تاریخي مدرسه چې کابو یوه پېړۍ تاریخ لري او د هیواد په کچه د دیني او عصري او علومو یوه معتبره او منل شوی علمي مرکز بلل کېږي، د وروستیو شپنیو چاپو او ړندو بمباریو له امله تړل شوې.

د نورالمدارس جامعې د ادارې له لوري په همدې تړاوخپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې نړۍ نیوز ته هم رسیدلې، راغلي چې یاده مدرسه له کلونو راهیسې په سیمه کې د یوه مستقل علمي مرکز په توګه علمي فعالیت کوي او په علمي ډګر کې يې زرګونه علماء،محصلین او نور فارغین ورکړي.

د اعلامیې په بنسټ؛ یاده مدرسه په دې وروستیو کې څو ځلې د ګډو ځواکونو د بېباکه شپنیو چاپو هدف وګرځېده، زده کوونکي یې بندیان شول چې له امله یې د مدرسې اداره نوره ونه توانېده خپل علمي فعالیت ته دوام ورکړي.

د شنونکو په باور ، که څه هم د ملي وحدت حکومت ولسمشر غني د ارګ او جومات تر منځ د فاصلې کمولو له شعار سره واک ته ورسېد خو د نوموړي حکومت له پیل کېدو راهیسې د هیواد په اکثرو سیمو کې جوماتونه، دیني علمي مراکز د بمباریو او وسلوالو بریدونو هدف ګرځېدلي، چې د ولس کرکه او غبرګون یې راپارولې.

نړۍ‌نیوز ته په را لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي،چې «یاده مدرسه که څه هم تنها د دیني او عصري علومو د زدکړو لپاره د عامو افغانانو په مرسته چلېدله خو له بده مرغه چې تېر تعلیمي کال په جریان کې دوه ځله د حکومتي ځواکونو له لوري چاپې ووهل شوې، او ددې سابقه لرونکي،لرغوني،تاریخي، علمي او روحاني مدرسې پر حریم تېری وشو،د مدرسې د لیلیې اطاقونو او صنفونو ته زیان واوښت ، د درس او تدریس چاري یې له خنډ سره مخ شوې، ډېر ناوړه لا دا چې استادان او لسګونه شاګردان پکې توهین، ووهل شول، بندیان شول او له نورو ډول ډول تکلیفونو سره مخ شول .»

دا لومړی ځل دی چې د نور المدارس په څېر ستره مدرسه د حکومتي ځواکونو د چاپو له امله تړل کیږي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره به مدرسه د استادانو او زده کونکو د امنیت په خاطر تړلې وي.

په اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د مسجدونو، مدرسو او تعلیمي بنسټونو له ویجاړولو او دجهالت په تیارو کې دملت له ساتلو نه لاس واخلي او پریږدي، چې د ولس بچیان او راتلونکی نسل په ارامه فضاء کې زده کړه تر لاسه کړې.

یاده دې وي، چې په دې ستره مدرسه کې د دیني علومو زده کوونکي د حدیثو تر لویې دورې او د عصري علومو زده کوونکي تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې ترلاسه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون