افغانستان سلايډ (فيچر)

د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې له اوو میاشتو وروسته بالاخره په داسې حال کې اعلانیږي، چې د ولسي جرګې لپاره د ټولو ولایتونو او د کوچیانو د استازو وروستي لېستونه اعلان شوي دي، خو د کابل ولایت پایلې د ګڼ شمېر شکایتونو او همدا راز د ناکامو کاندیدانو د اعتراضونو او احتجاجونو له کبله جنجالي شوې او لا یې هم وروستی لېست د کمیسیون لخوا نه دی خپور شوی.

که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د کابل ولایت د پایلو په اړه کوم اعلان نه دی کړی، خو د افغانستان ملي رادیو تلویزیون پر خپله ټوېټر پاڼه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د کابل ولایت نه د بریالیو کاندیدانو لېست خپور کړی دی.

د ټاکنو د کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیر ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د بریالیو کاندیدانو وروستی لېست دوی ته ور سپارلی او دوی به یې ډېر ژر اعلان کړي.

د ملي تلویزیون لخوا په خپاره شوي لېست کې د بریالیو کاندیدانو نومونه او ترتیب په لاندې ډول دي:

۱. حاجي اجمل رحماني
۲. الحاج عبدالقیوم خیرخواه
۳. خان اغا رضایي
۴. الحاج ملا محمد خان احمدي
۵. فدا محمد الفت صالح
۶. احمد جاوېد جیحون
۷. میر امان الله ګذر
۸. الحاج امیر ګل شاهین
۹. غلام حسین ناصري
۱۰. ډاکټر رمضان بشردوست
۱۱. الحاج سید محمد محمدي
۱۲. الحاج الله ګل مجاهد
۱۳. حاجي خان محمد وردګ
۱۴. الحاج قاضي میر اافغان ساپی
۱۵. نجیب الله ناصر
۱۶. حیبیب الرحمن سیاف
۱۷. انور خان اوریاخېل
۱۸. صوفي عبدالرزاق استالفي
۱۹. توفیق وحدت
۲۰. حاجي زړګی حبیبي
۲۱. محمد نعیم وردګ
۲۲. حاجي حفیظ الله جلیلي
۲۳. عرفان الله عرفان
۲۴. عبیدالله کلیمزی وردګ
۲۵. وکیله فاطمه نظري
۲۶. جنراله نظیفه ذکي
۲۷. شینکۍ کړوخېله
۲۸. مرسل نبي زاده
۲۹. فوزیه ناصر یار ګلدره یي
۳۰. روبینا جلالي
۳۱. مریم سما
۳۲. زهره نوروزي
۳۳. بي بي حاجي پروین درانۍ

په نوي لېست کې چې د افغانستان ملي ټلویزیون پر ټویټر پاڼه خپور شوی، تر ډېره هماغه نومونه دي چې د ټاکنو د کمیسیون د پخوانیو چارواکو له خوا اعلان شوي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون