سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پامپيو: امریکا له ایران سره جگړه نه غواړي

د امریکا متحده ايالتونو د بهرنیو چارو وزير مايک پامپيو له ایران سره د پيدا شوي تاوتریخوالي په اړه ويلي، چې  هېواد يې له ایران سره جگړه نه خوښوي.

مايک پامپيو په مسکو کې له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره له خبرو ورورسته رسنيو ته وویل، چې امریکا غواړي، ایران «د يو نورمال» هېواد په توگه چلند وکړي، خو که د امریکا پر مفادو يې برید وکړ، د هغه به غوڅ ځواب ورکول کيږي.

په ورته وخت کې د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌يي ويلي، چې امریکا سره جگړه نه کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ پيدا شوی تاوتريخوالی هغه مهال نور هم زيات شو، چې روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو فجيره بندر ته څېرمه د سعودي پر دوو تېلو لېږدوونکو بېړيو بریدونه وشول.

امریکا گومان کوي، چې د دغو بریدونو تر شا د ایران لاس دی، خو لا هم تراوسه په دې اړه کره ثبوت نه دی موندل شوی.

ایران په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او غوښتنه يې کړې، چې د دې پېښې بې پرې څېړنه دې وشي.

ناټو او اروپايي ټولنې د امریکا او ایران ترمنځ د زياتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوولې او له امریکا يې غوښتي، چې د ځواک له کارولو ډډه وکړي.

د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌‌يي وايي، چې د اټومي تړون په اړه له امریکا سره مذاکرات نه کوي، خو په ورته وخت کې يې زياته کړې، چې تهران له واشنگټن سره ټکر او جگړه هم نه غواړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ د ایراني علماوو يوې غونډې ته وويل، چې ایران د هېچا له گواښونو نه وېرېږي او خپلو خلکو ته يې ډاډ ورکړی، چې له روان بحرانه به په باعزته توگه ووځي او دښمن به يې ناکامه شي.

د امریکا او ایران ترمنځ ناندرۍ هغه مهال پيل شوې، چې  د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال په يو اړخيزه توگه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه ووت او دغه تړون يې د امریکا په زيان بللی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون