سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن او مسکو پر افغان سولې غږېدلي

د امریکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو تېره ورځ مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف او ولسمشر ويلاديمير پوټين سره ليدلي دي.

روسي رسنۍ وايي، چې پامپيو د روسيې له ولسمشر سره د دوو اړخيزو اړيکوو سربېره د افغانستان روان وضعيت او سولې په اړه هم غږېدلی دی دی.

 د روسيې ټاس خبري اژانس د کرملين ماڼۍ د چارواکو له خولې ليکلي، چې ولسمشر پوټين مايک پومپيو ته ويلي، چې د افغانستان وضعيت ترينگلی دی، طالبان غښتلي شوي او بايد له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

د روسيې ولسمشر زياته کړې، چې، هېواد يې چمتو دی، له امریکا سره د افغانستان روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.

پامپيو په داسې حال کې روسيې ته تللی، چې د افغاستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او دواړه لوري دغو خبرو ته هيله‌من دي.

پامپيو له روسي چارواکو سره د افغانستان سربېره د اوکراين، ایران، وينزيويلا او سوريې په موضوع هم  غږېدلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون