لوبې

د امام الحق ۱۵۱ منډې؛ خو پاکستان بیا هم ماتې وخوړه

د پاکستان او انگلینډ تر منځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو درېیمه لوبه هم د انگلینډ په سترې بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انگلینډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د امام الحق پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۵۸ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره امام الحق په ۱۳۱ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵۱ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. اصف علي په ۴۳ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ او حارث سهیل په ۴۱ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره ووکس ۴، کیورن ۲ او ویلي او پلنکېټ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ ۴۴٫۵ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۵۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په شپږو وېکېټو ماتې ورکړه.

انگلینډ لپاره جاني بېیرسټو په ۹۳ توپونو د پنځلسو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۱۲۸ او رای په ۵۵ توپونو د اتو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

پاکستان لپاره جنید خان، عماد وسیم او فهیم اشرف یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون