لوبې

امام الحق د کپل دیو شپږ دېرش کلن رېکارډ مات کړ

تېره ورځ د پاکستان او انگلینډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو درېیمه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې که څه هم پاکستان په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه خو د دغې لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی امام الحق په نړیوال رېکارډ جوړولو بریالی شو.

برسټل کې دانگلینډ په وړاندې لوبه کې پاکستان له ځنډ پرته دوه لوبغاړي له لاسه ورکړې خو د امام الحق پیاوړې توپ وهنه پاکستانۍ لوبډله له ستونزمنو حالاتو وژغورله.

دغې لوبې کې امام الحق پیاوړې لوبه وکړه او په ۱۳۱ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵۱ منډو جوړولو څخه وروسته يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

په دې ډول امام الحق د انگلینډ په میدانونو کې ۱۵۰ منډې جوړوونکی تر ټولو ځوان لوبغاړی شو. نوموړی اوسمهال ۲۳ کاله او ۱۵۳ ورځې عمر لري.

له دې وړاندې دغه رېکارډ د هندوستان پخوانی لوبډلمشر کپل دیو په نوم ثبت و. نوموړی په ۱۹۸۳ کې کله چې عمر يي ۲۴ کاله او ۱۶۳ ورځې وې د زمبابوي په وړاندې ۱۷۵ منډې جوړې کړې وې او انگلینډ کې ۱۵۰ منډې کوونکی تر ټولو ځوان لوبغاړی رېکارډ يي جوړ کړی و.

له دې سربېره نوموړی د انگلینډ په وړاندې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی پاکستانی توپ وهونکی کېدو سره د فخر زمان رېکارډ هم مات کړ.

درې ورځې وړاندې فخر زمان د انگلینډ په وړاندې دوهمې یوې ورځنۍ لوبې کې ۱۳۸ منډو جوړولو سره د انگلینډ په وړاندې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی پاکستانی لوبغاړی شو خو تېره ورځ امام الحق ۱۵۱ منډو جوړولو سره د فخر زمان دغه رېکارډ مات او په خپل نوم ثبت کړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون