افغانستان سلايډ (فيچر)

امريکا له افغانستان سره په ملکي مرستو بيا کتنه کوي

د امریکا متحده ايالتونه او د افغانستان ماليې وزارت له افغانستان سره د امریکا د ملکي مرستو د بيا کتنې پرېکړه کړې ده.

سويلي او مرکزي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الیس ويلز له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې ده او تېره ورځ يې د دې مرستو د بيا ارزونې لپاره له اجراييه رييس عبدالله او مالیې وزير محمد همايون قيومي سره لومړنۍ ناسته کړې ده.

په کابل کې د امریکا متحده ايالتونو سفارت په دې اړه په خپره شوې ويناپاڼه کې ويلي، د دې ارزونې موخه دا ده، چې په ملکي چارو کې د امریکا مرستې په شفافه توگه وکارول شي، حکومتي بنسټونه غښتلي او افغانستان د ځان بساينې پر لور روان شي.

ويناپاڼه زياتوي، چې د ملکي مرستو د ارزونې دا پرېکړه د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه او د امریکا په تاييد پيليږي.

د امریکا سفارت وايي، واشنگن له ۲۰۰۲ راهيسې هر کال افغانستان سره د اقتصادي ودې، روغتيا، انرژۍ، پوهنې او نورو برخو کې مرستې کوي، خو دا يې نه دي ويلي، چې د دغو مرستو کچه څومره ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو مېرمن ويلز وړمه ورځ هم له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي و.

له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې مېرمن الیس ويلز له ولسمشر غني سره پر افغان سولې، روان امنيتي وضعيت او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د ارگ سرچينې وايي، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله له ولسمشر غني سره د هغه ليک په اړه هم غږيږي، چې ولسمشر غني سپينې ماڼۍ ته لېږلی و.

څه موده وړاندې ولسمشر غني د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوم ليک کې له هغه غوښتي و، چې خپل پوځيان دې له افغانستانه نه باسي او په مقابل کې به يې د لگښتونو په کمولو بحث وکړي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار اداره «سيگار» وايي، چې له ۲۰۰۲ راهيسې امریکا په افغانستان کې نهه سوه ميليارده ډالر لگولي، چې ډېری دغه لگښتونه په پوځي برخه کې شوي دي.

امریکا او افغان حکومت په داسې حال کې له افغانستان سره د ملکي مرستو د بيا کتنې پرېکړه کړې، چې تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس د پنټاگون د چارواکو له خولې ليکلي و، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغان امنيتي ځواکونو ته له ځانگړې شوې بودجې ۶۰۰۴ ميليونه ډالر د مکسيکو پر پوله د دېوال لپاره لگوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون