افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا سفير: طالبان لا هم افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي

په کابل کې د امریکا د متحده ايالتونو سفير جان بس ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې ځينې پرمختگونه شوي، خو زياتوي، چې طالبان لا هم افغان حکومت خبرو ته نه دي حاضر.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه جان بس وايي: «د  افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چار وزارت ځانگړي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې ځينې پرمختگونه کړي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په گډون د بل چا پر ضد نه کارول کيږي، خو بدبختانه له افغان حکومت سره د خبرو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه پرمختگ نه دی شوی.»

د امریکا سفیر زياتوي، چې طالبان بايد د افغانستان داخلي بحران د حل په موخه له افغان حکومت او ټولنې سره وگوري، خو داسې  ښکاري، چې طالبان لا هم له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د شپږم پړاو خبرو له پيلېدو وړاندې زلمي خلیلزاد د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر څخه غوښتي و، چې افغان حکومت سره مذاکراتو او اوربند په اړه هم بايد خبرې وکړي، خو طالبانو د خلیلزاد غوښتنه رد کړې وه.

ملا برادر امریکايي ډيپلوماټ ته ويلي و، چې لومړی باید د بهرنيو پوځيانو د وتلو او د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارولو موضوع بشپړه شي او له هغې وروسته به نورو موضوعاتو ته داخل شي.

طالبان ولې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟

د سياسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، چې طالبانو د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا بیړه درک کړې، امریکايان غواړی، چې د سولې روان بهير چټک شي او طالبان د امریکا له دې بيړې د گټې اخيستو هڅه کوي.

طالبان وايي، چې لومړی باید له امریکا سره د روان بحران پر بهرني اړخ مذاکرات بشپړ شي او تر هغې وروسته به د کورنيو موضوعاتو لپاره له افغان لوري سره خبرې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون