سلايډ (فيچر) نظر

د ملکي مرگ ژوبلې لوړوالی لاملونه او اړوند مسولیتونه

یحیا همای

په هېواد کې داسې بې منطقه، بې اوصولو، بې واکه او بې باکه جگړه روانه ده، چې په ورځنۍ توگه زموږ د لسگونو هېوادوالو ژوند اخلي او دغه لړۍ له لسگونو کلونو راهیسې دوام لري. که دغه جگړه هر څه و اوسي، له هرې خوا پر افغانانو تپل شوې او یا تپل کېږي. خو قرباني افغانان ورکوي.

په دې جگړه کې نه د دولت د مخالفو وسلوالو، نه دولت او نه هم داعش وسلوالې ډلې د جگړې نړیوال او یا هم دیني اصول په پاک کې نیولي دي. په دې جگړه کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو له خوا پر کلیو او بانډو کې پر ملکي وگړو هوايي بریدونه او  د دولت د مخلفینو وسلوالو له خوا ځانمرگي بریدونه او موټر بمي چاودنې د ډېری بې گناه افغانانو ژوند اخلي. څومره چې په هېواد کې جگړه پراختیا مومي، بریدونه زیاتېږي، په همغه کچه د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچه هم ورسره لوړه ځي. په همدې لامل تېر کال د وړم په پرتله د ملکي مرگ ژوبلې په کچه کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. چې د افغانانو او د جگړې د حقونو څارونکو بنسټونو د اندېښنې وړ گرځېدلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه سږني رپوټ له مخې چې په هېواد کې یې د ښکېلو اړخونو د جگړې په ترڅ کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه  د  ۱۳۹۸ کال د غويي درېیمه خپور کړ، د وړم کال په پرتله تېر کال ۱۹ سلنه زیاتولی رامنځته شوی دی. د دغه کمېسیون  مشرې سیما سمر په افغانستان کې د جگړو له امله د ملکي مرگ ژوبلې د کچې په لوړیدو اندېښنه ښولې او ویلي یې دي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې زموږ ۱۱۲۱۲ هېوادوالو ته مرگ ژوبله اوښتې او

دا شمېر د وړم ۱۳۹۶ ل کال په پرتله چې ۹۴۱۳ کسانو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې وه، لوړ دی.

د دغه کمېسیون د موندنو له مخې، په لومړي سر کې ډېری ملکي تلفات د افغانستان په لوېدیځ، په دوهم قدم کې په ختیځ او په درېیم قدم کې په مرکزي زون کې رامنځته شوي دي. په پایله کې  کمېسیون له حکومته غوښتنه کړې، چې د بخښنې فرهنگ پای ته ورسوي او د ملکي تلفاتو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکوونکي واوسي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما  له خوا هم  په افغاهستان کې د ښکېلو خواوو په جگړو کې د ملکي مرگ ژوبلې په زیاتوالي اندېښنه ښودل شوې وه. د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په دې اړه رسنیو ته ویلي وو” څرنگه چې په افغانستان کې جگړه هېڅ پوځي حل نه ‎لري، ملگري ملتونه د جگړې د چټک او سوله ‎يیز حل لپاره بیا غږ کوي تر څو د افغان ولس ځورول پای‎ ته ورسېږي. “

د یوناما وروستۍ موندنې ښیې چې ننگرهار، کابل، هلمند، غزني او فاریاب هغه ولایتونه وو چې شخړو تر ټولو زیات اغېزمن کړي دي د لومړي ځل لپاره د کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ننگرهار کې له کابل څخه زیات ملکي تلفات اوښتي دي.

د ملکي مرگ ژوبلې د ډېروالي لاملونه:

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جگړه روانه ده. په دې کې هېڅ شک نشته چې په جگړو کې تر مذاکراتو مخکې مرحله ډېره حساسه وي؛ شدت زیاتېږي، وژنې کېږي او یو بل ته د غښتلتیا او پیاوړتیا د ښودنې په موخه بې نا اصولي او نا اخلاقي جگړې ته زور ورکوي او دا کار د ملکي مرگ ژوبلې او زیانونو لامل کېږي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي  مسایلو شنونکی ښاغلی اسد وحیدي هم دا خبره کوي او وايی، په چې ځینو مواردو کې ملکي وگړی په قصدي توگه هم تر بریدونو لاندې نیول کېږي، څو په دې کار سره ویره، وحشت او ډار اچونه زیاته کړي او خپل اړخ پیاوړی وښيي.

نوموړی د ملکي مرگ ژوبلې د کچې د لوړیدو د لاملونو په اړه وايي :”  لومړی دا چې جگړه روانه ده، تر کومې چې جگړه روانه وي ملکي مرگ ژوبله به رامنځته کېږي. تاسې وینی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جگړې پراختیا پیدا کړې ده. نو څومره چې جگړه سختېږي، په همغه اندازه ورسره د ملکي مرگ ژوبلې کچه هم لوړېږي. هره ورځ د شپې چپې او عملیات ترسره کېږي. ځانمرگي بریدونه او هوايي بریدونونه دوام لري، په عامه ځآیونو کې جگړه ده، په ښارونو او کلیوالو سیمو کې جگړه او بریدونه دي.”

استاد وحیدي همداراز زیاتوي چې په جگړه کې ښکېل اړخونو ته د یو بل پر اصلي مرکزونو او ځایونو بریدونه ستونزمن وي، او په دې توگه هڅه کوي، د ملکي وگړو په منځ کې پر یو بل بریدونه تر سره کړي، چې نسبت په اسانه خپلې موخې ته ورسېږي او دا کار بیا د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د کچې د لوړیدو لامل کېږي.

په روانه جگړه کې د ښېکېلو اړخونو له لوري دوه ستر لاملونه، چې د ملکي مرگ ژوبلې په ډېرښت کې رول لري، د دولتي او بهرنیو ځواکونو له لوري، هوايي بریدونه او د هغوی د مخالفو وسلوالو له لوري ځانمرگي بریدونه او موټربمي چاودنې دي.

په دې برخه کې د یوناما سږنۍ رپوټ هم په ډاگه کوي، چې په وسله‎والو شخړو کې د دولت ضد عناصرو لخوا د ځانمرگي او د چمتو شوو چاودیدونکو توکو ترکیبي کارول د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې لوی لامل بلل شوی دی.  همدا شان راپور مستندوي چې د ځان وژونکو چاودیدونکو توکو چمتو شویو په کارولو کې نسبتاً زیاتوالی راغلی چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په لومړۍ درېیو ربعو کې یې له امله په لوړه کچه ملکي تلفات ثبت شوي دي.

په هوايي او ځانمرگو بريدونو کې مرگ ژوبله ډېره وي، له يوې خوا دغه بريدونه درانه او بله خوا ځينې يې داسې وي چې ملکي وگړو ته هم په کې مرگ ژوبله اوړي. همداراز د مخامخ نښتو مرگ ژوبله له دې امله لوړه وي چې ښکېلې ډلې مخامخ په جگړه بوختې وي او د يو بل پر وړندې له هر ډول وسلو کار اخلي.

څېړنې ښي چې ځمکنۍ نښتې د ملکی تلفاتو بل لامل دی، وروسته بیا هدفمن او قصدي وژنې،  ورپسې د جگړې چاودېدونکي پاتې شوني دي.

د جگړې د بشرپاله حقوقو بنسټیز اصول:

د جگړې حقوق یا نړیوال بشرپال حقوق (International humanitarian law) د نړیوالو حقوقو مهمه برخه ده، چې په جگړه کې د متخاصمو یا جگړه مارو لورو حقوقي مکلفیتونه په ډاگه کوي. دغه حقوق په ټوله کې پر دې بحث کوي چې په جگړو او وسلوالو نښتو کې د جگړه ییزو وسلو کارول محدود دي او همدارنگه د جگړې پر مهال د بې طرفه خلکو ژوند ته باید جدي پاملرنه وشي. د نړیوالو حقوقو له نظره د جگړې د حقوقو یا د نړیوالو بشرپاله حقوقو مهمې سرچینې د جینیوا د ۱۹۴۹ کال څلورگوني معاهدې دي. د جینیوا او دې ورته نور نړیوال کنوانسیونونه چې د جگړې د حقوقو په برخه کې لاسلیک شوي دي، په جگړه کې د بشردوستانه حقونو د رعایت لپاره یو حقوقي چوکاټ برابروي. اوس مهال د نړۍ څه باندې ۱۹۶ هېوادونه د جینیوا له کنوانسیونونو سره یو ځای شوي دي، چې افغانستان یې هم غړی دی. افغانستان د جینیوا له څلورم کنوانسیون سره په ۱۹۵۴ کال کې یو ځای شو او بیا لومړی او دویم الحاقي پروتوکولونه یې په ۲۰۰۹ کال کې لاسلیک کړل. لومړی پروتوکول(۱۹۷۷) یې په نړیواله جگړه کې د قربانیانو او دویم یې (۱۹۷۷) کورنۍ جگړه کې د قربانیانو د ژوند د خویتوب په اړه دي. د جگړې د بشرپاله حقوقو بنسټیز اصول په لاندې توگه داسې رالنډوو:

۱. د انساني سلوک او نه تبعیض اصل: د دې اصل له مخې له هر ډول جنسیتي، مذهبي، توکمیز او ژبني توپیر پرته ټول انسان د انساني کرامت او قدر وړ دي، په دې اساس په جگړه کې تبعیض منع دی.

۲. د پوځي اقدام اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي عملیات او اقدامات باید له نظامي پلوه د توجیې وړ وي.

۳. د محدودیت اصل: هغه وسلې او کړنې چې په جگړه کې د ډېرې مرگ ژوبلې، درد او رنځ سبب کېږي، کارول یې منع دي. دا په جگړه کې ډېر مهم اصل دی، یعنې جگړه مار لوري د وسلو د کارونې په برخه کې خلاص لاس نه لري.

۴. د تفکیک اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي او غیر پوځي هداف باید له یو بله جلا وي.

۵. د تناسب اصل: د تناسب د اصل له مخې د پوځي برید او هغې موخې ترمنځ چې تر برید لاندې نیول کېږي، تناسب باید موجود وي. مثلا که یوه وسله واله ډله یوه ښار ته داخلېږي، د خپل مخالف د تسلیمولو لپاره باید ټول ښار ویجاړ نه کړي.

۶. د ښه نیت اصل: د جگړې ښکېلې خواوې باید په جگړه کې د غچ اخیستنې په موخه داسې کار ونه کړي چې عامه زیان رامنځته کړي.

د جگړې د حقونو له ملاتړ څخه برخمنې ډلې او ځایونه :

۱. غیر پوځي وگړي (هغه څوک چې د جگړې په هېڅ لوري کې نه راځي)

۲. ټپیان او ناروغان

۳. جنگي اسیران

۴. خیریه بنسټونه (سور صلیب او سره میاشت)

۵. مقدس ځایونه، فرهنگي ځایونه

د جگړې د حقونو څارونکي بنسټونه:

۱. دولتونه

۲. د سره صلیب نړیواله کمېټه او سره میاشت

۳. د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې

۴. نا دولتي بشرپال سازمانونه

۵. د ملگرو ملتونو امنیت شورا

۶. نړیواله جنايي محکمه

د جگړې د حقونو څارونکو بنسټونو او ښکېلو خواوو ته راجع مسولیتونه:

په جگړه کې د ښکېلو خواوو لومړی مسؤلیت دا دی، چې له جگړې لاس واخلي، سوله چې د خدای ج لارښونه او د افغانستان د ځورېدلي او کړېدلي ولس ستر ارمان او اړینه غوښتنه ده، غاړه کېږي دي. که نه نو په وسلوالو جگړیزو بهیرونو کې د نړیوالو  بشر دوستانه حقونو او موازینوته درناوی وکړې او د غیر پوځي ټولنو  او کسانو د ځان او مال څخه ساتنې ته د پاملرنه وکړي.

د افغانستان دولت د ملکي تلفاتو د کمولو او مخنیوي لپاره یو څه  گامونه اخیستي دي.  چې له دې جملي څخه د ملکي تلفاتو د کمولو د پالیسي تصویب، او د ملکي افرادو د تلفاتو د کمولو اومخنیوي بورډ پرانیستل دي. خو د وسلوالو مخالفو ډلو څخه ځیني برخي یې لکه طالبان چې په خپلو مطبوعاتي خبرتیاوو کې د ملکي افرادو په ساتنه باندې ډیر هم لري ، خو په دې ډلې پوري تړلي ځواکونو عملآ د داسې کړونو او تاکتیکونو څخه کار اخلي چې پایله یې د ملکي مرگ ژوبلې ډیرښت دی.

بشردوستانه حقونه ، د هغو قواعدو او مقرراتو ټولگه ده چې د دولتونو او د جگړې په حال کې ډلو په کړو وړو پوري تړاو لري . د جگړې د ترخو او ناوړه پایلو کموالی ، د انسانانو د کرامت او درناوي ساتل ، له هغو کسانو څخه مالتړ چې په جگړه کې ښکیل نه دي او د هغو کسانو مجازات چې بشردوستانه مقررات یې نقض کړي ، د بشردوستانه حقونو د موخو له جملې څخه دي . د بشردوستانه نړیوالو مقرراتو په وضع کولو سره کوښښ کیږي چې د امکان تر حده له جگړې څخه را پیدا شوي زیانونه ټیټي کچې ورسیږي . د جگړې پر مهال ناوړه او ترخې پېښي واقع کیږي ، خو د بشردوستانه  حقونو موخه له یو سره، د انسانیت ساتل دي او دغې موخي ته د رسیدلو په برخه کې د هغو کسانو لپاره چې د بشردوستانه حقونو مقررات نقض کوي ،سزاگاني ټاکل شوي دي.

د نړیوالو بشردوستانه حقونو د سندونو ټوله غړي دولتونه ژمنه لري چې د نړیوالو وسله والو جگړو په جریان کې نړیوال بشردوستانه قراردادي او عرفي مقررات رعایت کړي . د افغانستان دولت د ۱۹۴۹ کال د جینوا د کنوانسیون د څلورگونو کنوانسیونونو او همدارنگه د ۱۹۷۷ م کال د دویم الحاقي پروتوکول غړی دی. د افغانستان دولت په ۲۰۰۳ م کال کې د نړیوالي جزایي محکمې له اساسنامې سره ملحق شوی دی . د روم د اساسنامۍ پر بنسټ چې د دې محکمې د جوړیدو څرنگوالي بیانوي ، د جینوا د څلورگونو کنوانسیونونو د مقرراتو ډیره سرغړونه ، جنگي جنایت گڼل کیږي. په دغو نړیوالو سندونو کې ، له هغي جملې د وسله والو جگړو په بهیر کې له ملکي خلکو څخه ساتنه او پر ملکي خلکو ، د استوگني پر سیمو او د غیر پوځي کسانو لپاره پر جوړو شویو عامه تاسیساتو باندي د برید پرمخنیوی باندي ټینگار شوی دی. په دې اساس د نړیوالو بشردوستانه حقونو د نورمونو پر بنسټ ، په افغانستان کې په وسله والو شخړو کې ټولي ښکیلي غاړي ، مکلفي دي چې د ملکي خلکو و سر او مال ته د زیان اړلو او د مرگ ژوبولو له واردولو څخه ډډه وکړي او د ملکي خلکو په ځانگړي ډول د ښځو او ماشومانو د ساتني پر بنسټ نړیوال موازین او نورمونه رعایت کړي او د هغوی د ساتني په منظور ځانگړي اقدامات تر لاس لاندې  ونیسي.

 

پایله :

په داسې حال کې چې له یوې خوا په هېواد کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نا مشخصې تکلارې او رول، په هېواد کې چگړه پېچلې بې خونده کړې ده، امریکا د افغان جگړې لپاره نه لیکلي اهداف لرل او نه یې د پای نېټه؛ که د جگړې هدف د طالبانو د رژیم سقوط و، نو طالبان په یوه نیمه میاشت کې له منځه ولاړل نو لازمه وه چې امریکا بېرته وتلې وای، که هدف د ښځو حقوق، اقتصاد، حکومتولي، فوځ او نظام وای، نو هغه ماموریت لا نه دی بشپړ شوی ؛ ځکه چې نه امریکا پوهېده چې څه کوي، نه یې ملگري او نه هم افغان حکومت.‌ له بلې خوا په کور دننه فساد، جرمي اقتصاد، بې سوادي، فقر، بېکاري، بده حکومتولي، ځان غوښتنه،‌ افزاري سوله او ملي غفلت د جگړې عوامل دي، په داسې حال کې چې په افغان خاوره کې مذهبي، ‌سیاسي او اقتصادي نیابتي مقابله د دې جگړې د تدوام سبب گرځېدلې ده.‌ په بایله کې هره ورځ په لسگونو افغانان له منځه ځي، ښځې، ماشومان، سپینږيري او ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د افغان وژنې دغه لړۍ له لسگونو کلونو راهیسې دوام لری.

اوس مهال چې له اتلسو  کالونو وروسته د سولې په تړاو د سیمه ییز تفاهم دغه فرصت برابر شوی او باید چې گټه ترې واخيستل شي.‌ اوس افغانستان د تاریخ نوې څپې ته شامل شوی دی، افغانستان نوی فرصت اخیستی. د سولې په راتگ کې باید ټول یاد اړخونه خپل جلا جلا مسوولیتونه اداء کړي. ټول اړخونه باید د یوه بل بشپړونکي شي او داسې سوله د افغانانو نصیب کړي‌ چې افغانان په کور دننه د ارام ساه واخلي، د جنازو لړۍ ودرېږي، نورې میندې بورې نه شي،‌ افغانان د مرگ په انتظار ونه اوسي،‌ کورونه یې وران نه شي، طالب او عسکر د یوه بل په مرۍ چړه کښې نه ږدي او بهرنیان خپلو کورونو ته ستانه شي.

اوس چې چینایان، روسان او امریکایان د جنگ پر پای ته رسولو سلا شوي دي او سوله په گډه راولي، د سولې د منتظرینو لپاره ښه زېری دی.‌ نو د افغانستان سیاسيونو ته په کار ده چې د شخصي مخالفتونو، دښمنيو او گټو څخه اوس مهال تېر شي او تدبیرانه سولې ته کار وکړي. د امکان تر حده پورې باید مشورې یو له بل سره وکړي؛ ځکه په مشورو کې خیر او برکت دی او همدارنگه باید کوښښ وشي چې د اې اېس ای د هر فریب او چل مخنيوی وکړي.

له نړيوالې ټولنې مو هم جدي غوښتنه ده چې له افغانانو سره د جگړې په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د هغو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونيسي چې د خپلو گټو لپاره يې دغه جگړه گرمه ساتلې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون