افغانستان سلايډ (فيچر)

غني: د ټاکنو پایلې اووه مياشتې ځنډېدل بې ساري غميزه ده

ولسي جرگې ته د کابل او پکتيا برياليو استازو نن چهارشنبه په ارگ کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لوړه وکړه.

ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وړاندې وويل: «بدبختانه، چې د ولسي جرگې د ټاکنو پایلې اووه مياشتې وځنډېدې او د ولسواکۍ په نظامونو دا ځنډ بې ساري غميزه ده.»

ولسمشر زياته کړې، چې د دواړو ټاکنيزو کميسيونونو په نااهلۍ کې شک نه شته او ټول ولس په دې اړه يوه خوله دی.

ښاغلي غني د کابل او پکتيا له نوو بريالي شوو استازو وغوښتل، چې پر  ټاکنو د خلکو بايللی باور بېرته ترلاسه کړي.

ولسمشر ټينگار وکړ، چې د خلکو رايې بايد پر وخت او رڼه توگه وشمېرل شي او د ټاکنو پایلې پر وخت اعلان شي.

ولسمشر همدارنگه د غزني د استازو نه شتون د ولسي جرگې لپاره ملي خلا وبلله.

ښاغلي غني زياته کړه، چې حکومت له ملي شورا سره د اړيکو د نوي باب پرانيستو غوښتونکی دی.

هغه د ولسي جرگې له غړو وغوښتل، چې د ټاکنو قانون کې د تجديد لپاره پاملرنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون  تېره په شپه ناوخته د ولسي جرگې د ټاکنو وروستۍ رسمي پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون يوه وياند عبدالعزيز ابراهيمي ويلي، چې د پايلو د ځنډ يو لامل د کابل ولايت د رايو بيا ارزول و.

په ولسي جرگه کې د کابل ۳۳ څوکۍ دي او له شاوخوا اته سوو نوماندانو يې ۳۳ تنه ولسي جرگې ته بريالي شول، چې اته تنه يې مېرمنې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون