ټکنالوژي

ون‌پلس۷ پرو رسماً معرفي شو؛ بیه او ځانگړنې يي

ون‌پلس کمپنۍ تېره شپه ناوخته د نړۍ مختلفو هېوادونو کې د رسمي غونډو له لارې خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل ون‌پلس۷ پرو رسماً معرفي کړ.

دغه ځیرک موبایل ډیزاین او اکثره ځانگړنې افشا شوو معلوماتو ته ورته وې او کوم ځانگړی توپیر يي نه درلود.

ون‌پلس خپل دغه ځیرک موبایل کې د ناچ پر ځای اتومات سیلفي کامره ځای پر ځای کړې چې د کامرې خلاصولو سره په اتومات ډول بهر راوځي. د دغې ټکنالوژۍ له امله د ون‌پلس۷ پرو ټوله مخکینۍ برخه مخ‌پاڼه ده.

ون‌پلس کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل له گلکسي اېس۱۰ او وروستیو ایفونونو سره رقابت لپاره جوړ کړی چې له جمعې څخه به په ۶۶۹ امریکايي ډالرو خرڅلاو ته وړاندې شي.

دغه ځیرک موبایل ۶٫۶۷ انچه کواډ اېچ ډي پلس امولېډ ډوله ستره مخ‌پاڼه لري. شاتنۍ برخه کې يي درې کامرې ځای پر ځای شوي چې اصلي کامره يي ۴۸ مېگاپکسله وړتیا لري او له دې سربېره ۸ مېگاپکسله اپټېکل زوم لېنز او ۱۶ مېگاپکسله الټرا وایډ لېنز هم په کې ځای پر ځای شوي.

د دغه ځیرک موبایل سیلفي کامره ۱۶ مېگاپکسله وړتیا لري او موبایل کې د سیلفي کامرې پرانیستلو سره په اتومات ډول بهر راوځي او کامرې بندولو سره بېرته دننه کېږي.

ون‌پلس کمپنۍ وايي چې دغه اتوماته کامره د خپل ژوند په اوږدو کې ۳۰۰۰۰۰ ځلي بهر راوتلو وړتیا لري. یعنې که د ورځې ۱۵۰ ځلي وکارول شي نو پنځه نیم کاله به کار وکړي.

ون‌پلس خپل غه ځیرک موبایل سره هم پیاوړی چارجر وړاندې کړی چې یوازې شل دقیقو کې دغه موبایل ٪۵۰ چارجوي. ون‌پلس۷ پرو کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې.

ون‌پلس۷ پرو کې د کوالکوم کمپنۍ تر ټولو چټک پروسېسر سنپ ډراگن ۸۵۵ کارول شوی او تر ټولو عادي بڼه به يي ۶ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون