ټکنالوژي

د ایفونونو بیې به نور هم لوړې شي

وروسته له هغه چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې سره سم امریکا ته له چين څخه وارد شوو توکو باندې مالیات اضافه شول، چین هم پرېکړه وکړه چې ټولو امریکايي تولیداتو باندې ٪۲۵ مالیات لوړ کړي.

که چېرې ځیرک موبایلونه هم د چین دغه لیست کې شامل وي نو د ایفونونو بيې به نور هم لوړې شي.

په دې اړه جي پي مورگن اقتصادي چارو کارپوه وویل: «زموږ اټکل سره سم د دغې نوې تگلارې پایله کې به د ایفون ځیرکو موبایلونو بیه لږ تر لږه ٪۱۴ لوړه شي.»

که چېرې اپل کمپنۍ دغو مالیاتو پایله کې خپل د ځیرکو موبایلونو بیه لوړه کړي نو د ایفون۱۰ بیه به ۱۱۴۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شي.

دا په داسې حال کې دی چې د اپل زیات شمېر کاروونکي د ایفون ځیرکو موبایلونو لوړو بیو څخه سر ټکوي او له همدې امله په دې وروستیو کې يي سامسنگ او نورو مشهورو کمپنیو ته مخه کړې.

جي پي مورگن همداراز نوټ ټو انوېسټرز ته خپلې مرکې کې وویل: «اپل باید د خپلو ځیرکو موبایلونو بیه لوړه نه کړي او پر ځای يي خپله دغه اضافي مالیات ورکړي. که چېرې اپل دغه کار وکړي نو عواید به يي ٪۴ لږ شي خو که چېرې بيې لوړې کړي کېدای شي په لکونه کاروونکي له لاسه ورکړي، چې دا به اپل کمپنۍ ته ستر زیان وي.»

خپله اپل کمپنۍ تر دې دمه د لوړو شوو مالیاتو او خپلې راتلونکې تگلارې اړوند څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون