سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

نيويارک ټايمز: په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو ماتې پټه ساتل کیږي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان روانې اتلس کلنې جگړې په اړه يوه تحلیلي مقاله خپره کړې او د افغانستان روان بحران يې له اټکله زيات خونړی بللی دی.

ورځپاڼه وايي، چې امریکا له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په افغانستان کې خپل ۲۴۰۰ عسکر له لاسه ورکړي، پر دې جگړې تقريبا نهه سوه ميليارده ډالر لگېدلي، خو پنټاگون بيا هم د افغانستان جگړې او زيانونو په اړه امریکايي ولس ته رښتيا نه وايي او د امریکايي پوځيانو ماتې پټه ساتي.

په مقاله کې افغانستان لپاره د امریکا د مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيگار» د مشر جان سوپکو له قوله ليکل شوي، چې پنټاگون د افغانستان جگړې، مادي او ځاني زيانونو په اړه له دوی سره معلومات نه شريکوي.

جان سوپکو پر پنټاگون نيوکه کړې، که جگړه نه گټل کيږي، دا بايد په دې معنا نه وي، چې حساب کتاب دې هم نه کيږي.

د سيگار مشر زياته کړې، چې د افغانستان جگړه د فوټ بال هغې سيالۍ ته ورته ده، چې گول وهل په کې مهم نه ښکاري.

د نيويارک ټايمز دغه څېړنيزه مقاله کې راغلي، چې پنټاگون له تېر يوه کال راهيسې له سيگار سره د افغان امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې،د طالبانو تر واک لاندې سيمو او نورو پوځي موضوعاتو په اړه معلومات نه شریکوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د افغانستان جگړه اتلسم کال ته داخله شوې او دا به  ډېره ستونزمنه وي،  چې امریکايي چارواکي د دغې جگړې رښتينې جزيات او حقايق تر ډېره له ولسه پټ کړي.

د دغو نیوکو سربېره نيويارک ټايمز په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو يادونه هم کړې، چې دغو خبرو امریکايي ولس ته يوه هيله پيدا کړې او شونې ده، چې د دغه مذاکراتو له لارې روانه جگړه په سوله‌ييزه توگه پای ته ورسيږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون