سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ایران د دفاع وزیر: امریکايي او اسراییلي ایتلاف ته به ماتې ورکړو

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا له خبر سره سم، د ایران د دفاع وزیر، امیر حاتمي د چارشنبې پر ورځ ویلي چې هېواد به یې امریکايي او اسراییلي ایتلاف له ماتې سره مخ کړي.

حاتمي وویل «موږ به امریکايي-صهیونیستي جبهه له ماتې سره مخ کړو.»

د ایران د دفاع وزیر وویل: «ایران د تر ټولو لوړې کچې دفاعي-پوځي تیاری لري چې هر ډول گواښ سره مقابله وکړي.» د ایران او امریکا ترمنځ اړیکو کې یو ځل بیا خړپړوالی راغلی او له هغې راهیسې ان د پوځي ټکر وړاندوینه کېږي چې متحده ایالتونو د بي ۵۲ په گډون پوځي تجهیزات منځني ختیځ ته استولي. نیویارک ټایمز روانه اوونۍ خبر ورکړ چې د امریکا چارسنبالی د دفاع وزیر پاتریک شاهان وړاندیز کړی چې تر ۱۲۰ زرو امریکايي پوځیان سیمې ته واستوي. امریکايي چارواکي وايي دغه پرېکړې د دې لپاره شوي چې د ایران له خوا یې گټو ته په سیمه کې گواښونه رامنځ ته شوي.

د چارشنبې پر ورځ یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې تهران د «ډیپلوماسۍ او جگړې» په گډون ټولو سناریوگانو ته چمتو دی؛ خو متحده ایالتونه د بلې جگړې توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د چارشنبې پر ورځ په بغداد کې د امریکا سفارت امر کړی چې «غیر ضروري» کارمندان دې سفارت تش کړي. امریکايي چارواکو وېره څرگنده کړې چې ښايي د سفارت کارمندانو ته د ایران پلوو ډلو له خوا گواښ پېښ شي.

د سې شنبې پر ورځ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که د امریکا او ایران ترمنځ جگړه ونښلي، هېواد به یې د امریکا په پلوۍ د ایران پر ضد جگړه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون