ټکنالوژي

د لېنوو ټبلېټ چې له قاتېدو وروسته په لپ ټاپ بدلېږي

وروسته له هغه چې سامسنگ کمپنۍ قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل جوړ کړ، نورو کمپنیو هم په دې ټکنالوژۍ کار پیل کړ او ډېر ژر به مختلف قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکي اوزار نړیوالو کاروونکو ته معرفي شي.

لېنوو کمپنۍ هم غواړي دغه ټکنالوژۍ کې له نورو کمپنیو وروسته پاتې نه شي او له همدې امله یې قاتېدونکی مخ‌پاڼه لرونکی ټبلېټ باندې کار پیل کړی چې د سامسنگ د گلکسي فولډ په پرتله ډېر قوي هارډوېیر په کې کارول شوی.

د لېنوو دغه ټبلېټ چې کېدای شي تېنک پډ اېکس۱ (ThinkPad X1) نومول شوی وي ۱۳ انچه 2K ریزلوشن لرونکې مخ‌پاڼه لري. کله چې په بشپړه توگه پرانیستل شي په ټبلېټ بدلېږي او کله چې قات شي ؛نو ۹٫۶ انچه مخ‌پاڼه او لاندینۍ برخې کې لپ ټاپ ته ورته کیبورډ لري چې کاروونکي يي د لپ ټاپ په توگه کارولی شي.

دغه ټبلېټ په مختلفو زاویو د قاتېدو وړتیا لري او کاروونکی هر ډول چې وغواړي ترې گټه پورته کولی شي او د کاروونکو ډېر ستونزې اوارولی شي.

خو دا چې ایا د لېنوو دغه هڅه به بریالۍ شي که نه مهمه پوښتنه ده، ځکه چې له دې وړاندې سامسنگ کمپنۍ هم د گلکسي فولډ په نوم قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ، چې وروسته د تخنیکي ستونزو له امله یې خپل دغه ځیرک موبایلونه بېرته ټول کړل او په دې اړه چې کله به بېرته وړاندې شي هېڅ معلومات نشته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون