لوبې

بنگله‌دېش د درې اړخیزو لوبو پایلوبه وگټله

د وېسټ انډیز، بنگله‌دېش او ایرلینډ تر منځ د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ پایلوبې کې وېسټ انډیز د بنگله‌دېش په وړاندې لوبه ترسره کړه او په پنځو وېکېټو يي ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د بنگله‌دېش لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز د هوپ او امبرېس پیاوړې توپ وهنې په مرسته غوره توپ وهنه پیل کړه خو لوبه د اوږدې مودې لپاره د باران له امله وځنډول شوه او له دغه ځنډ وروسته د لوبې د اورونو شمېر ۲۴ وټاکل شوې.

وېسټ انډیز ټاکل شوو ۲۴ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې چې د DLS مېتود پایله کې بنگله‌دېش ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکل شو.

وېسټ انډیز لپاره هوپ په ۶۴ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۴ او امبرېس په ۷۸ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بنگله‌دېش لپاره یوازې مهدي حسن د وېکېټې په اخیستلو بریالی شو او یوه وېکېټه يي واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش ۲۲٫۵ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سومیا سرکار او مصدق حسین چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۱۳ منډې جوړې کړې او د سیالیو د دغې لړۍ اتلولي يي خپله کړه.

بنگله‌دېش لپاره سومیا سرکار په ۴۱ توپونو د نهو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۶ او مصدق حسین په یوازې ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۵۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.

وېسټ انډیز لپاره گبریل او ریفر دوه دوه او اېلن یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون