لوبې

پاکستان د پرلپسې ماتې سربېره نړیوال رېکارډ جوړ کړ

که څه هم پاکستان د انگلینډ په وړاندې څلورمې لوبې کې د نورو لوبو په پرتله لږې منډې جوړې کړې خو بیا هم د یوې ورځنیو لوبو تاریخ کې يي نوی نړیوال رېکارډ جوړ کړ.

په ټاټنگم کې ترسره کېدونکې لوبې کې پاکستان لپاره بابر اعظم سلیزه او فخر زمان او محمد حفیظ نیمه سلیزې ووهلې خو اخري اورونو کې کمزورې او ورو توپ وهنې له امله د تېرو لوبو په پرتله يي لږې منډې جوړې کړې.

پاکستان دغې څلورمې لوبې کې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۰ منډې جوړې کړې او په مرسته يي نړیوال رېکارډ جوړ کړ.

څلورمې لوبې کې توپ وهنې څخه وروسته پاکستان د یوې ورځنیو لوبو په تاریخ کې لومړنۍ لوبډله شوه چې په پرلپسې توگه دریو لوبو کې يي ۳۴۰ یا له دې زیاتې منډې جوړې کړي.

د پاکستان او انگلینډ لومړۍ لوبه د باران له امله ترسره نه شوه. دوهمې لوبې کې پاکستان ځوابي توپ وهنې کې ۳۶۱ منډې، درېیمې لوبې کې يي نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۹ او د تېرې ورځې لوبې کې يي ۳۴۰ منډې جوړې کړې.

تر دې دمه هېڅ یوې لوبډلې په پرلپسې توگه دریو لوبو کې ۳۴۰ یا له دې زیاتې منډې نه وې جوړې کړې.

پاکستان ټولو لوبو کې د ۳۴۰ یا له دې څخه زیاتو منډو جوړولو سربېره ټولې لوبې بایللي. پاکستان څلورمې لوبې بایللو سره د لوبو دغه لړۍ هم ۳ – ۰ توپیر سره وبایلله. د سیالیو د دغې لړۍ وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون