اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د پاکستان روپۍ د اسيا تر ټولو کمزورې پيسه؛ يو ډالر په ۱۵۰ کلدارې

د امريکايي ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو ارزښت نور هم غورځېدلی، تېره ورځ يو ډالر په ازاد مارکيټ کې په ۱۵۰ پاکستاني روپيو بدلېده.

د امریکا بلوم برګ ويب پاڼه وايي، چې د پاکستان روپۍ د اسيا تر ټولو کمزورې او ارازنه کرنسي ده، چې د افغانستان، بنګله‌ديش او نيپال له پيسو هم ښکته تللې او د نور غورځېدو اندېښنه يې هم ښکاره شوې ده.

د بلوم برګ په وينا يو ډالر ۷۹ افغانۍ، هند کې يو ډالر ۷۰ هندي کلدارې، بنګله‌ديش کې يو ډالر ۸۴ ټکې برابر دی ، همدارنګه په نيپال کې يو ډالر ۱۱۲ نيپالي روپۍ کيږي، بوټان کې يو ډالر ۶۹ بوټاني ګلټرم او تايلنډ کې يو ډالر د ۳۲ بهات پيسو برابر دی.

د  اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کلدارو په ارزښت کې د پرله‌پسې کمي لامل د پيسو نړیوال صندوق «ای ايم ايف» له لوري پاکستان ته د پورونو ورکولو شرطونه دي.

د پاکستان د صرافۍ مارکيټ مشر ملک بوستان ويلي، چې د ډالرو ارزښت د زياتېدو له امله پاکستان کې د ډالرو د ترلاسه کولو غوښتنه  زياته شوې ده.

د کلدارو غورځېدل او د توکو د بيو لوړېدل

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کلدارو ارزښت د پرېوتو له امله پاکستان کې د توکو بيې په پرله‌پسې توګه په زیاتېدو دي او د کلدارو د پروېتو اغېز پر عامو خلکو هم ډېر دی.

ملک بوستان وايي، چې د پيسو نړیوال صندوق «ای ايم ايف» سره د شپږ ميلياردو پور تړون له امله به د برېښنا اوګازو سربېره د اساسي اړتيا وړ توکو بيې نورې هم لوړې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون