سلايډ (فيچر) نظر

اشرف غني ولې خپل سیاسي مخالفین له صحنې لرې کوي؟

ابو حامد

د سیاست له تعریف څخه دا را معلوميږي، چې سیاست یواځي پر عدل او برابري باندې ولاړ دی او په نړیواله توګه د سیاست او سیاسیونو څخه د ټولو انسانانو توقع هم دا وي چې باید ورسره مناسبه رویه وشې او د دوی حق ورته ور کول شي، لذا د نړۍ په هر ګوټ کې چې بشر هلته اوسیږي یواځې د عدالت توقع لري او د خپل ځان او خپل شخصیت مناسب هغه څه غواړي چې دی ورته آماده وي. نو که بشر هغه هر څوک وي د سیاسیونو او موجوده سیاست سره موافق وي او که مخالف وي باید له ټولو هغو آسانتیاوو څخه برخمن شي چې نور بشر ته په سیاسي او ټولینیز ژوند کې ورکړل شوي دي.

دا ځکه چې سیاسي مخالفین هم په نظام کې خپل حق لري؛ سیاسي مخالفین هم د هیواد د موجوده نفوس یوه برخه دي، او د هیواد په جوړښت او وجود کې رول لري. بیا په تیره په ډیموکراسي کې خو د هیواد د ټول نفوس حقوق باید په نظر کې ونیول شي او د یو چا مخالفت کول باید د هغه د حقوقو په تنقیص جبران نشي ځکه په دیموکراسي کې د بشر هر ډول د نظر او عمل اختلاف منل کیږي تر څو چې د بل آزادي یې تر سوال لاندې نه وې راوستلې. لذا په ډیموکراټیکو هیوادونو کې د نظر اختلاف ته د رحمت په سترګه کتل کیږي او سیاسي اختلاف ته د وګړو د ښه ژوند د جوړولو او له خطرونو څخه د بچ کیدلو د وسیلې په سترګه ورته کتل کیږي او د سیاسی اختلاف په ذریعه هیوادونه د ګوندونو په تشکیل سره خپل ځانونه د نورو هیوادونو سیال جوړوي او نړیوال شخصیت ځان ته خپلوي. نو دا ټول هلته ممکن دي چې سیاسیون خپل سیاسي مخالفت ته د یو فرصت په سترګه وګوري، هسې نه چې سیاسي مخالف ته د دښمن په سترګه وکتل شي، ځکه کله چې سیاسیون خپل سیاسي مخالف ته د دښمن په سترګه وګوري نو بیا له هغه سره د روغې او جوړې سیاست نه کوي، بلکې له هغه سره د حذف سیاست شروع کوي او د حذف سیاست د سیاست په باب کې تر ټولو بدنام سیاست دی.

د حذف سیاست اصلا په ډیموکراټیکو هیوادونو کې وجود نلري خو په هغه صورت کې کله چې د یو هیواد سیاسیون د یو بل هیواد سره پټې استخباراتې اړیکې ولري او د نوموړي هیواد سیاسیون د هغه هیواد د ګټو لپاره کار کوي، او یا هم کله چې د یوې ټولنیزې نظریې لپاره کار کوي، نو بیا هله سیاسیون د حذف سیاست غوره کوي. دا ځکه چې په دې صورت کې سیاسیون د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي او سیاسي مخالفین دوی ته مخه نه ورکوي نو دوی مجبوریږي چې خپل سیاسي مخالفین له صحنې څخه حذف کړي، او د سیاسي مخالفینو حذفول هم مختلفې لارې او طریقې لري، لکه: د یو سیاسي مخالف بالفعل وژل، اخطار ورکول، نظر بند کول، توقیف کول، له دندې لیرې کول، په نظام او سیاست کې ورته هیڅ ځای نه ورکول، اقتصادي منابع یې کنګل کول، د هغه موجوده اسباب او اموال مصادره کول او داسې نور…. چې دا په واقعیت کې ډیموکراټیک نظام نه دی بلکې دا معاصره ديکتاتورې ده. او هغه کس چې د سیاست په ګدۍ ناست دی هغه اصلا جمهور رئیس نه دی بلکې یو تور مخی دیکتاتور دی چې د مخالفت حوصله نلري او ټول ملت د خپل ځان تابع کوي.

نو راځم زموږ موجوده نظام ته؛ زموږ ولسمشر ښاغلي اشرف غني صیب چې کله ارګ ته ورسیدل نو تر ټولو لومړی یې خپل سیاسي مخالفین اول بدنامه کړل او بیا وروسته وروسته یې ټول له سیاسي واک څخه بې واکه کړل او په پای کې چې کله ټول سیاسي نظام دده لاس ته ورغی اوس یې داسې کار ته ملا تړلې چې نور باید بلکل سیاسي مخالفت کفر وبلل شي او دده په مخالفت کې که څوک یوه خبره هم وکړي نو هغه باید داسې وبلل شي چې ګواکې د هیواد د تباهۍ خبره ده، ځکه ښاغلي اشرف غني یو دیکتاتور دی او جالبه یې لا داده چې ښاغلی یو ټیکنوکرات دیکتاتور دی.

خو د ښاغلي اشرف غني په څیر متعصب او عًقديې نظام او حاکم موږ تجربه کړي دي او په دې هیواد کې یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او داسې ورک شول چې اوس یې نه چاته قبر معلوم دی او نه یې څوک نوم یادوي. د کمونیستانو نظام یادوم، کمونیستانو هم خپل ټول سیاسي مخالفین له سیاسي نظامه لیري کړل او په پای کې يې ټول ووژل خو نتیجه یې دا شوه چې دوی هماغه سیاسي مخالفینو په داسې فجیعانه توګه له مینځه یوړل چې اوس په خپل نوم یادولو هم شرمیږي.

خو اشرف غني ځکه خپل سیاسي مخالفین له مینځه وړي چې ښاغلي ته ځان د ۲۱ پیړۍ نابغه ښکاري و په ۲۰۱۳م کې د بریتاینایې مجلې) (prospect د جعلې سروې په اساس ښاغلی د نړۍ دویم مفکر انسان بلل شوی دی نو دی داسې فکر کوي چې دا هغه څه دي چې دې هیواد کې یې څوک نلري. خو اصل خبره داده چې اشرف غني خپله یوه خارجې پروژه ده او دی باید په داسې کړنو سره چې خلک وغولي او په ظاهره ښایسته ښکاري خپل د خارجي هیوادونو هغه موخې لاسته راوړې کومې چې دی ورته روزل شوی و. دا ځکه چې د ده په دې پنځه کلنه دوره کې خارجيان ډیر په امن کې شول او د هغوی هر رقم مصؤنیت وشو، خو بالعکس افغان ولس هغه که ملکي و او که نظامي دومره ووژل شول او دومره تباه شول چې نور یې شمیر نه کیږي؛ یواځې ۴۵۰۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ملکي وګړو شمیر خو بیخې معلوم نه دی، بې کارې دومره زیاته ده چې ماسټران مو سوال کولو ته مجبور دي، ډالر له ۵۸ څخه ۷۸ ته را ورسیدل او داسې نور زیات شیان مو له لاسه ورکړل چې دا په دې په وضاحت سره دلالت کوي چې اشرف غني د بهرنیانو لپاره کار کوي.

او بل ښاغلی اشرف غني د واک دومره تږی دی چې خپل ډیر نژدي خلک یې هم د خپل واک د اوږدیدو لپاره په مختلفو بهانو له سیاسي صحنې څخه لیري کړي دي. ښاغلي په دې خپله تیره پنځه کلنه دوره کې فقط داسې کارونه کړي دي چې دده د واک د اوږدیدو لامل شي یعني په دې تیرو پنځو کالونو کې یې فقط خپل ځان ته کمپاین کړی دی، په هیواد کې هره ورځ له هر لوري یو غټ ناورین روان وي او دی، خو دده تر ټولو لویه لاسته راوڼه داده چې دی باید ټول سیاسي مخالفین له صحنې لیري کړي او افغانستان څخه شمالې کوریا جوړه کړې او خپله ورپکې کیم جونګ اون شي. خو یاد دې ساتې چې دده دا خوبونه به یې هیڅکله هم ریښتیا نه شي.

د یو له عادل سیاست څخه ډک افغانستان په هیله….

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون