لوبې

پاکستان وروستۍ لوبې بایللو سره د لوبو لړۍ ۴ – ۰ وبایلله

د پاکستان او انگلینډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه هم د انگلینډ په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې پاکستان په ۵۴ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د انگلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روټ او مورگن پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۵۱ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره روټ په ۷۳ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۴ او مورگن په ۶۴ توپونو د څلورو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۷۶ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

پاکستان لپاره شاهین افریدي ۴، عماد وسیم ۳ او حسن علي او محمد حسنین یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان ۴۶٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بابر اعظم او سرفراز غوره توپ وهنې په مرسته ۲۹۷ منډې جوړې کړې او په ۵۴ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره سرفراز په ۸۰ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۹۷ او بابر اعظم په ۸۳ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره ووکس ۵، عادل رشید ۲ او ویلي یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون