افغانستان سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسیر ورځپاڼه: حکومت د ملکیانو له وژلو څه تر لاسه کوي؟

له کابل څخه خپریدونکې مسیر خپلواکې ورځپاڼې د نن سه شنبه/ غويي۳۱مې ګڼې په سرلیکنه کې د حکومتي او امریکایي ځواکونو له لورې د عملیاتو پر مهال وروستيو پېښو کې د ملکي مرګ ژوبلې زیاتوالي ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت د وسله والو مخالفینو په پرتله ډېر ملکي وګړي افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو وژلي دي، چې دا چاره په تېرو اتلسو کلونو کې بې سارې ده.

سرلیکنه د ملکي وګـړو د خوندیتـوب او عدالـت غوښـتنې ګـروپ چـې مرکـز یـې پـه کابـل کـې دی، په حواله لیکي: «دوی د قربانیانـو لـه کورنیـو سره خـبرې کـړې دي. د دغـه ګـروپ د معلوماتـو لـه مخـې، د ګرېشـک ولسـوالۍ پـه سـیدانو کلي کـې د حکومـت او طالبانـو تـر منـځ نښـته شـوې، چـې وروسـته هوايـي ځـواک پـر دریـو کورنـو بمبـارد کـړی، پنځـه کسـان پکـې وژل شـوي او لـس ټپیـان دي. دويمـه پېښـه ماخسـن مهـال د غنمـو پـر ترېشـل کوونکو شـوې ده، چې اته کسـان پکې وژل شـوي او څلور ټپیـان دي.»
سرلیکنه همداراز ددغه ګروپ په حواله کاږي :« وړمـه شـپه د وردګـو په نـرخ ولسـوالۍ کې هـم د یـوه بزګـر پـه ګـډون، درې ملکي کسـان وژل شـوي دي.»
پـه دې وروسـتیو میاشـتو کـې د حکومـت او امریکايـي ځواکونـو لـه خـوا شـپني عملیـات او بمبـارۍ زیاتـې شـوې دي، چـې پکـې ملکـي وګـړو تـه پراخـه مـرګ ژوبلـه اوړي. ان څه وخت وړانـدې داسـې رپـوټ خپور شـو، چې تر وسـله والـو مخالفینـو ډېـر ملکـي وګـړي حکومتـي او امریکايـي ځواکونـو وژلي دي، چـې دا چـاره په تېـرو اتلسـو کلونـو کـې بـې سـارې وه.

حکومت لـه خپلـه اړخه ډېـری وخت د ملکـي وګړو مرګ ژوبلـه نـه منـي، خو د مـرګ ژوبلې کـره رپوټونه، عکسـونه او ویډیوګانـې را وځـي. د قربانیانـو د کورنیـو غـړي را پیـدا شي او د وژل شـوو کسـانو د بـې ګناهـۍ اسـناد او ثبـوت وړانـدې کـړي. حکومـت د څېړنـو خـبره کـوي او بیـا وايـي چې دوی د ملکـي وګـړو مرګ ژوبلې ته پام کوي. ان حکومـت څـو څـو ځلـه ادعا وکـړه چـې د ملکي وګـړو د خوندیتـوب لپـاره یې تګلاره جـوړه کړې ده، خـو د حکومتي او ګـډو ځواکونو په عملیاتو کـې بیـا بیـا ملکـي وګـړي وژل کېږي.

د ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په باور «لـه بـده مرغـه د حکومتـي او ګـډو ځواکونـو د عملیاتـو ډول داسـې دی، چـې مـرګ ژوبلـه یـې ملکـي وګـړو تـه اوړي. شـپني عملیـات، په کلیوالـو سـیمو کـې بمبـاري او بیـا په هـر چا د مخالـف او وسـله وال شـک کـول، د دې سـبب کېـږي چـې ملکي مـرګ ژوبله زیاتـه شي. دوی چـې د شـپې هـر څـوک د باندې ووینـي، وژني یـې. همـدا د هلمنـد پـه پېښـه کـې خلـک د شـپې د بانـدې ترېشـل کـوي او دوی یـې چـې وینـي، نـو وژني یـې. همداسـې پـه نـرخ کـې بزګـر اوبـه لګـوي، خـو دوی پـرې بریـد کـوي او وژني یـې. پـه ډېـری مـواردو کـې ملکـي وګـړي پـه قصـدي ډول وژل کېـږي. کلـه خـو داسـې وي چـې پـر یو چا شـک وي، له څېړنـو او ثبوت وړانـدې یـې وژني او ان قربـاني خـبرو تـه هـم نه پرېـږدي.»

ورځپاڼه د سرلیکنې په پای کې پوښتنه کوي: « اسـاسي پوښـتنه دا ده چـې حکومـت د ملکـي وګـړو لـه داسـې وژنـې څـه غـواړي!؟»
د سرلیکنې د لیکوال په اند، دا ډول وژنـې د ټولـو اسـلامي، ملي او نړیوالو ارزښـتونو او نورمونـو خـلاف کړنـه ده. دوی پـه دې ډول وژنـو سره یـوازې وېـره او وحشـت خپـروي. دا چـاره بـه د دغـه حکومـت سـتنې لا کمـزورې کـړي، ولـسي نفـرت بـه زیـات شي او بیـا به یې هېڅـوک ونـه شي ژغورلـی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون