افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د اروپایي اتحاديې ځانګړي استازي قطر کې د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د طالبانو د مشرتابه له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره نن سه شنبه/غویي ۳۱مه د قطر پلازمېنه دوحه کې  کتلي او دواړو لورو پر یو لړلو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا ليدنه کتنه نن د قطر پلازمېنه دوحه کې وشوه او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په افغانستان کې پر روانو حالاتو ، ملکي تلفاتو، بشري مرستو او د امریکا سره پر روانو مذاکراتو د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازې ته سره خپل نظریات او معلومات شریک کړل.

نوموړی همداراز زياتوي : “له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.”

د یادونې ده چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د جرمني هېواد د ځانګړي استازي په شمول ،افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یوناما او یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سره مهمې لیدنې کتنې لرلې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون