افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

بروکسل کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه

د سولې عالي شورا

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغان سولې په تړاو د اروپايي اتحادیې په نوښت د سولي عالي شورا د مشر، د امریکا، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ادارې د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه نن پيل شوه.

د سولې عالي شورا ویاند وايي، د سولي عالي شورا مشر کریم خلیلي د دې شورا په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د نوموړي په خبره په دې غونډه کې به د اروپايي اتحاديې د استازي سربېره، د یو شمېر هېوادونو استازي او د بشر د حقونو د نړیوالې ټولنې استازي د افغان سولې په تړاو خپل نظریات شریک کړي او د سولې د مذاکراتو په لارو چارو به بحث وکړي.

په دې غونډه کې د طالبانو استازي نشته.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې د افغان سولې مذاکراتو په پروسه خپلې ټولې هڅې په کار اچوي او هر ډول همکارۍ ترسره کوي.

اخوا بیا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د امریکا د مشرانو یا سنا ته له طالبانو سره په تېرو اوو میاشتو کې په شپږو پړاونو کې د شویو مذاکراتو، د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند او د هغه د مذاکراتي ټیم سره د ملاقاتونو جزئیات او معلومات شریکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون