افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

جرمني: د افغان سولې لپاره اوسني چانسونه باید ضایع نشي

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي، جرمني هم هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولوبوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو شمېر جرمن ډپلوماتان د طالبانو او افغان چارواکو سره په خبرو لګیا دي او غواړي چي د سولي مذاکرات بیا شروع کړي. راپور زیاتوي، د افغانستان لپاره د جرمني خاص استازي، مارکوس پوتسل، کابل او قطر ته سفرونه کړي دي‌ او تېره میاشت يې په قطر کي د طالبانو سره لږ تر لږه دوه ځلې ملاقاتونه کړي ول.

ښاغلی پوتسل وايي: «د افغانستان د سولي لپاره اوسنی چانس باید ضایع نه شي. جرمني د افغانستان ملګری هیواد دی، او موږ غواړو چي په دې برخه کي مرسته وکړو.»

جرمني د ناټو غړی له افغانستان سره دویم لوی مرستندوی هېواد بلل کیږي ، چې دا مهال د قاطع ماموریت د ملاتړ په چوکاټ کې ۱۲۰۰ عسکر لري چې په بلخ کې دیره دي.

شنونکي د سولې په خبرو کې د جرمني د ښکیلتیا یو دلیل دا هم بولي، چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې څنګ ته کړل شوی.

ټاکل شوې چې د جرمني پارلمان بل کال په دې اړه رایه ورکړي چې ولې د هغوی سرتيري په افغانستان کې پاته شي.

د طالبانو ویاند سهېل شاهین وايي چي د جرمني په شمول نورو هیوادونو هم د سولي د خبرو په تړاو د مرستې وړاندیزونه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون