سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

ډيلي ټایمز: طالبان د مسکو- کابل په مهه تاریخي غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده، چې سبا / مۍ۲۸مه نېته به د کابل – مسکو د دپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې د افغان حکومت د استازو سربېره د طالبانو د سیاسي دفتر استازي او ډپلوماتان هم برخه اخلي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور سره سم قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې دوی ته په روسیه کې د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدو په ویاړ په رابلل شوي، غونډه کې د ګډون بلنه ورکول شوې او هلته به یې استازي ګډون کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د طالبانو په ګډون د افغان ډپلوماتانو هرکلی او ښه راغلاست کوي.

له دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچینو تائید کړې وه، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ورته د روانې مۍ میاشتې پر ۲۸مه نېټه د افغان-روس د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په نمانځغونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

مسکو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هم د طالب استازو په ګډون د افغان سیاستوالو او مخورو د یوې بین الافغاني ناستې کوربه‌توب وکړ، چې هر لورې پکې په سړه سینه د سولې د راتګ او جګړې ته د پای ټکی ایښودلو په اړه خپل نظریات او طرحې وړاندې کړې.

تر اوسه د افغان– روس د سیاسي اړیکو د پېړۍ د پوره کېدو په نمانځغونډه کې د طالبانو او حکومتي استازو نومونه نه دي څرګند شوي.

ویل کېږي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ورسره پلاوی نن له کابله د مسکو پر لور وخوځېد.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون