اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د ننګرهار ګمرک په عوایدو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی

د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، د ننګرهار د ګمرک رياست په عوايدو کې شله سلنه زياتوالی راغلی او په تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او څلور شپيته ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي، چې د عوايدو په همدې ډيرېدو سره ننګرهار ګمرک د هېواد په کچه د ملي عوایدو په لوړاوي کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د ننګرهار ګمرک رئیس محمد عمر مومند نن د غبرګولي په ۶مه وويل، دغې ادارې د نورو ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ دا لومړی ځل دی، چې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې خورا لوړ عواید تر لاسه کړل او پدې توګه د هېواد په کچه يې لومړی مقام خپل کړ.

د مومند د معلوماتو له مخې د هېواد د ګمرکونو په کچه د ننګرهار ګمرک له ګڼو ننګونو او ستونزو سره – سره په دې وتوانيد، چې تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او ۶۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

نوموړی زياتوي : « د وري میاشت کې یو ميلیارد، پنځه سوه نهه پنځوس میليونه او د غويي مياشت کې یو ميلیارد، شپږ سوه څوارلس میليونه افغانۍ عوايد د ننګرهار له ګمرک څخه تر لاسه او ملي بوديجې ته لېږل شوې دي.»

دی وايي، د تېر کال په پرتله د سږکال په لومړيو دوو مياشتو کې د ننګرهار ګمرک عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي دي.

نوموړی وايي، په ۱۳۹۳ کال کې د تورخم له لارې پاکستان سره سوداګري يو سل او ۵۶زره لارۍ وه چې اوس دا کچه په کال کې يوازې ۹۵زره ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه سره له دې، چې پدې وروستیو وختونو کې ګاونډي هېواد پاکستان سره د تیر کال په پرتله سوداګري کمه شوې؛ خو بیا هم پدې توانېدلي، چې د هېواد په کچه لوړ عواید تر لاسه کړي.

د ګمرک رييس وايي، د عوايدو د لوړېدو علتونه د فساد مخنيوي، د جنسونو د تغير موضوع ختمول او د غير قانوني لارو څخه د ګمرکي اموالو د راتګ مخه ډب کول دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون