سلايډ (فيچر) لوبې

افغانستان په ۹ وېکېټو ماتې وخوړه

شیبه وړاندې د افغانستان او انگلینډ تمریناتي لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له انگلینډ څخه په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د انگلینډ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ۳۸٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي او دولت ځدران غوره ملگرتیا په مرسته ۱۶۰ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د توپ وهنې بشپړ او تفصیلي راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

د نبي او دولت ملگرتیا؛ افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

تر لنډې دمې وروسته انگلینډ لپاره جاني بېیرسټو او جېسن رای توپ وهنه پیل کړه او د توپ وهڼې له پیل څخه يي چټکه لوبه پیل کړه.

د لوبې شپږم اور کې محمد نبي د جېسن رای د سوځولو فرصت برابر کړ خو دولت ځدران کېچ ډراپ کولو سره دغه فرصت له لاسه ورکړه خو د لوبې اتم اور په دوهم بال رحمت شاه د محمد نبي په بال جاني بېیرسټو سټمپ اوټ کړ او په دې ډول د دغه پیاوړی توپ وهونکی چټکې توپ وهنې ته يي د پای ټکی کېښود او انگلینډ خپله لومړۍ وېکېټه له لاسه ورکړه.

لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته جېسن رای له جې روټ سره ملگرتیا پیل کړه او خپلې چټکې توپ وهنې ته يي ادامه ورکړه. افغان توپ اچوونکي دغو پیاوړو توپ وهونکو پر وړاندې بې وسه ثابتېدل.

انگلینډ یوازې ۱۷٫۳ اورونو کې د جېسن رای پیاوړې او چټکې توپ وهنې پر مټ ۱۶۱ منډې جوړې کړې او دغه تمریناتي لوبې کې يي افغانستان ته د ۹ وېکېټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

انگلینډ لپاره جاني بېیرسټو په ۲۲ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې. جېسن رای په ۴۶ توپونو د یولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۹ او جو روټ په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

افغانستان لپاره یوازې محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته. حمید حسن خپل ۳ اورونو کې ۲۱، دولت ځدران خپل ۱ اور کې ۱۶، راشد خان خپل ۵ اورنو کې ۳۲، محمد نبي خپل ۳ اورونو کې ۳۴، افتاب عالم خپل ۲ اورونو کې ۲۰ او گلبدین نایب خپل ۳٫۳ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون