افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی

د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا برادر او ورسره څوارلس کسیزه پلاوی مسکو ته روان شوی او نوموړی به هلته سبا د روسیې او افغانستان د سیاسي اړیکو په مناسبت را بلل شوې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا برادر اخند په مشرۍ د دوی سیاسي پلاوی به سبا سه شنبه/مۍ۲۸مه نېټه د روسیې –افغانستان د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په غونډه کې د ګډون سربېره د کابل څخه  د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ورغلو سیاسي څېرو او افغانانو سره هم په یوه بین الافغاني ناسته کې برخه واخلي او همداراز به د روسي مقاماتو سره پر بېلابېلو موضوعاتو لیدنې کتنې او بحثونه ولري.

د یادونې ده ، چې د پاکستاني زندان څخه تر خلاصون او د طالبانو د سیاسي چارو د مرستیال او د قطر دفتر د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا د ملا عبدالغني برادر دوهم رسمي او بهرنی سفر بلل کېږي.نوموړی د فبروري پر ۲۸مه نېټه قطر ته ولاړ او هلته یې د امریکايي استازو سره د مذاکراتو شپږ پړاوونه ترسره کړل، چې وروستۍ پایلې یې لا هم د نورو ناستو په پوله ولاړې دي.

طالب ویاند وايي، د ملا برادر اخند سره مسکو ته په روان شوي پلاوي کې نور دا کسان هم شامل دي:
” ملا برادر اخند، شیر محمد عباس ستانکزی، شیخ شهاب الدین دلاور، شیخ سید رسول حلیم ، ملا محمد فاضل اخند، ملا امیر خان متقي ، ملا عبدالطیف منصور ، مولوي عبدالسلام حنفي ، قاري دین محمد حنیف ، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي محمد نبي عمري، ملا نورالله نوري او مولوي محمد حسن او سهیل شاهین. “

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون