افغانستان سلايډ (فيچر)

عبدالله عبدالله: د اجرائیه رئیس په توګه له خجالت سره مخ یم

اجرائیه رئیس عبدالله په وروستیو کې د ولسمشر غني له لورې د څو وزیرانو پر ګوښه کیدو او د کابینې پر نویو ټاکنو باندې نیوکه وکړه او د وروستیو تبدیلیو په اړه يې خپله بې خبري وښوده، هغه تر ټاکنو مخکې د وزیرانو تبدیلي سیاسي پریکړې دي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، نن د دوشنبې په ورځ/غبرګولي۶مه د وزیرانو شورا په غونډه کې یو ځل بیا پر ولسمشر غني باندې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې تر ټاکنو لږ وخت مخکې د وزیرانو ګوښه کیدل سیاسي اقدامات دي.

د اجرائيه په خبره ډېر وخت نه ګوښه کیدونکي وزیران او نه هم دی د ولسمشر غني له پریکړو خبر وي. هغه زیاته کړه: « د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د بدلونونو په صورت کې د مربوطه وزیر په ګډون د افغانستان خلک د ټولنیزو رسنيو له طریقه خبریږي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، اوبو او انرژي او لوړو زده کړو وزارتونو پخواني وزیران له دندې ګوښه، او پر ځای یې نوي سرپرستان وګومارل.

عبدالله عبدالله چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیل راهیسې پر ولسمشر غني باندې له هغه سره د مشورو نه کولو ادعا کوي، ټینګار وکړ چې د تازه پریکړو په اړه هم له هغه سره مشوره نه ده شوې.

هغه نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل: «زه په رښتیا سره چې د اجرائیه رئیس په توګه خجالت شوم چې د هغو وزیرانو له ډلې څخه چې دنده یې پای ته رسیدلې وې یو یې له ما څخه وپوښتل چې ایا تاسو په جریان کې واست، او ما ورته ځواب ورکړ چې نه زه پرې خبر نه وم.»

د اجرائیه رئیس په حواله اوس وضعیت داسې دی چې ګوښه شوي وزیران یوازې د ټولنیزو رسنیو له طریقه د خپلې دندې د پای ته رسیدو خبر ترلاسه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون